news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نړیوال بانک: د وینزویلا زلزلې نږدې ۲۰ میلیارده ډالره زیان اړولی؛ د مړو شمېر له ۵ زرو واوښت

نړیوال بانک: د وینزویلا زلزلې نږدې ۲۰ میلیارده ډالره زیان اړولی؛ د مړو شمېر له ۵ زرو واوښت

نړیوال بانک: د وینزویلا زلزلې نږدې ۲۰ میلیارده ډالره زیان اړولی؛ د مړو شمېر له ۵ زرو واوښت

بریانیوز - چهار شنبه،۷اسد ١٤٠٥

نړیوال بانک ویلي، د وینزویلا وروستۍ زورورې زلزلې د دغه هېواد زیربناوو، عامه تاسیساتو او ملکي ودانیو ته شاوخوا ۱۹.۶ میلیارده ډالره مالي زیان اړولی دی

د راپورونو له مخې، د تېرې میاشتې د دې خونړۍ زلزلې له ویجاړیو څخه تر اوسه ۵ زره او ۳۹۸ مړي را ایستل شوي، او نږدې ۱۷ زره کسان ټپیان شوي دي

د ژغورنې او بیړنیو مرستو ډلې لا هم په اغېزمنو سیمو کې د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو، د قربانیانو د راایستلو او د زیانونو د ارزونې عملیات پر مخ وړي

نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې د وینزویلا د ویجاړو شویو سیمو بیارغونه به پراخو مالي سرچینو او نړیوالې همکارۍ ته اړتیا ولري، ځکه زلزلې د هېواد پر اقتصادي او ټولنیز وضعیت ژور اغېز کړی دی

کارپوهان وایي، دغه زلزله د وینزویلا د وروستیو لسیزو له تر ټولو ستر طبیعي ناورینونو څخه ګڼل کېږي، چې زرګونه کورنۍ یې له سخت بشري او اقتصادي کړاو سره مخ کړې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto