news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

بدخشان کې د فصیح‌الدین فطرت پر کور د ناپېژانده وسله‌والو د برید راپورونه

بدخشان کې د فصیح‌الدین فطرت پر کور د ناپېژانده وسله‌والو د برید راپورونه

بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ د استرپ کلي کې د طالبانو د دفاع وزارت د لوی درستیز، فصیح‌الدین فطرت، پر کور د ناپېژانده وسله‌والو له لوري برید شوی دی.

بریانیوز- جمعه، ٩ اسد ١٤٠٥

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د برید پر مهال د فطرت د ساتونکو او بریدګرو ترمنځ نښته شوې، خو بریدګر وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

تر اوسه د دې پېښې له امله د احتمالي مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي. همدارنګه، د برید مسؤلیت هم تر دې دمه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

دا برید داسې مهال کېږي چې په وروستیو ورځو کې د بدخشان ولایت په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو او وسلوالو مخالفینو ترمنځ د نښتو راپورونه زیات شوي دي. د دغو نښتو په ترڅ کې، د راپورونو له مخې، د بدخشان یوه ولسوالي هم د څو ساعتونو لپاره د وسلوالو مخالفینو لاس ته لوېدلې وه، خو وروسته طالبانو ویلي وو چې بېرته یې پر ولسوالۍ خپل کنټرول ټینګ کړی دی.


برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto