ټرمپ: د حماس د بشپړ بېوسلې کېدو هوکړه شوې؛ له هغې وروسته به اسرائیلي ځواکونه له غزې ووځي
ټرمپ: د حماس د بشپړ بېوسلې کېدو هوکړه شوې؛ له هغې وروسته به اسرائیلي ځواکونه له غزې ووځي
بریانیوز/ جمعه ( ۹ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د غزې د جګړې د پای ته رسولو په موخه د سولې له پلاوي سره داسې هوکړه شوې چې له مخې به یې حماس او نورې فلسطینۍ وسلهوالې ډلې په بشپړه توګه خپلې وسلې پر ځمکه ږدي
ټرمپ دا هوکړه د خپلې ۲۰ مادیزې سولې طرحې تر ټولو مهمه لاستهراوړنه بللې او ویلي یې دي، د دې پلان پلي کېدل به د غزې د جګړې د پای او د سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره نوی پړاو پرانیزي
د هغه په وینا، د هوکړې عملي کېدل به په څو پړاوونو کې ترسره شي او هر څومره چې د بېوسلې کېدو بهیر مخته ځي، اسرائیلي ځواکونه به هم په تدریجي ډول له غزې څخه خپل پوځیان وباسي
ټرمپ د هوکړې د پلي کېدو د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې دا به د جګړې د پای ته رسولو او د تلپاتې سولې د رامنځته کولو لپاره یو مهم پرمختګ وي
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې نړیوالې هڅې لا هم په غزه کې د جګړې د درولو، د اوربند د ټینګښت او د سیاسي حل لارې د موندلو لپاره دوام لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1736
-
اخبار افغانستان
887
-
مقاله
615
-
سیاست
229
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl