news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نړیوال بانک: د افغانستان اقتصاد وده کړې، خو د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره بسنه نه کوي

نړیوال بانک: د افغانستان اقتصاد وده کړې، خو د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره بسنه نه کوي

نړیوال بانک: د افغانستان اقتصاد وده کړې، خو د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره بسنه نه کوي

 بریانیوز/ جمعه  ( ۹ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

نړیوال بانک په خپل تازه د افغانستان اقتصادي څار راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د جون په میاشت کې د افغانستان اقتصاد معتدله وده کړې، خو دا وده لا هم دومره نه ده چې د خلکو د ژوند کچه ورسره ښه شي

د راپور له مخې، د کورني بازار نسبي پیاوړتیا، د بیو ثبات او د دولت د عوایدو زیاتوالی د اقتصادي ودې مهم لاملونه بلل شوي، خو د نفوس چټک زیاتوالی او د میلیونونو افغان کډوالو بېرته ستنېدل د دې لامل شوي چې اقتصادي وده د خلکو اړتیاوې پوره نه کړي

نړیوال بانک ویلي، د نفوس د چټک زیاتوالي له امله د هر وګړي پر سر عاید ۵.۶ سلنه راکم شوی، چې له امله یې پر کورنیو اقتصادي فشارونه زیات شوي او د خلکو د ژوند شرایط لا هم له ننګونو سره مخ دي

په راپور کې ټینګار شوی چې که څه هم اقتصادي شاخصونه د محدودې ودې نښې ښيي، خو د خلکو د ژوند د ښه کېدو، د بې‌وزلۍ د کمېدو او د کاري فرصتونو د زیاتېدو لپاره لا هم پراخو اقتصادي اصلاحاتو او دوامدارې پانګونې ته اړتیا شته

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto