انقره : د چین او ترکیې استازو د افغانستان د سولې او سیمهییز ثبات په اړه خبرې کړې
بریانیوز/ شنبه ( ۱۰ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، یو شیاویونګ، ویلي چې په انقره کې یې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا له عمومي رییس، جهاد اېرګینای، سره د افغانستان او سیمهییزو همکاریو په اړه کتلي دي
نوموړي پر اېکس لیکلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د سولهییزې بیارغونې، د سیمې د امنیت او ثبات د ټینګښت او د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه د نظرونو تبادله کړې ده
د چین ځانګړي استازي ویلي، بیجینګ او انقره د افغانستان د سولې، اقتصادي بیارغونې او د سیمهییزې همکارۍ د پیاوړتیا په برخه کې د همغږۍ پر دوام ټینګار کړی دی
تر اوسه د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د دې لیدنې په اړه جلا خبرپاڼه نه ده خپره کړې
چین او ترکیه په وروستیو کلونو کې د افغانستان د سیاسي وضعیت، اقتصادي بیارغونې او سیمهییز امنیت په تړاو خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې او مشورې پراخې کړې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1737
-
اخبار افغانستان
890
-
مقاله
619
-
سیاست
235
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl