د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد، ویلي د افغانستان اوسنۍ بودیجه د حکومت د چارو د دوام او د پراختیایي پروژو د پلي کولو لپاره کافي ده.
بریانیوز- یکشنبه، ١١ اسد ١٤٠٥
مجاهد، چې له خبریالانو سره یې د ځینو وزارتونو د لاسته راوړنو په اړه خبرې کولې، ادعا وکړه چې د افغانستان له اوسنۍ بودیجې څخه د یو میلیون او ۴۰ زره حکومتي کارکوونکو معاشونه ورکول کېږي او تر اوسه په دې برخه کې له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.
نوموړي د بودیجې د کافي والي ادعا وکړه، خو د بودیجې د ټولیز حجم، د عوایدو د کچې او د مالي سرچینو په اړه یې کره معلومات وړاندې نه کړل
طالبانو د ۲۰۲۱ کال له واکمنېدو وروسته، د خپلې پنځه کلنې واکمنۍ په اوږدو کې د هېواد د کلنۍ بودیجې بشپړې او کره شمېرې له عامو خلکو پټې ساتلې دي. تر اوسه یې د بودیجې د عوایدو، لګښتونو او مالي سرچینو په اړه بشپړ او شفاف معلومات نه دي خپاره کړي، چې له امله یې د مالي شفافیت په اړه پوښتنې او نیوکې دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په هېواد کې د مالیاتو راټولولو سیستم پراخ او سخت کړی او د بېلابېلو سوداګریزو فعالیتونو ترڅنګ له واټونو د لاسپلورونکو (دستفروشان) څخه هم مالیات راټولوي، خو د دی مالیاتو په اړه ملت سره معلومات نه دی شریک کړی.
داسې ادعاوې هم کېږي چې متحده ایالات د دوحې د تړون پر بنسټ هره اوونۍ شاوخوا ٨۰ میلیونه ډالر افغانستان ته د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په نوم لېږي، خو د دغو پیسو د لګښت څرنګوالی او برخلیک لا هم روښانه نه دی او په دې اړه بېلابېل روایتونه موجود دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?