news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر: خلک دې د امنیتي پالیسیو قرباني نه کېږي، د تګلارو د بیاکتنې وخت رارسېدلی

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر: خلک دې د امنیتي پالیسیو قرباني نه کېږي، د تګلارو د بیاکتنې وخت رارسېدلی

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر: خلک دې د امنیتي پالیسیو قرباني نه کېږي، د تګلارو د بیاکتنې وخت رارسېدلی

 بریانیوز/دو شنبه  ( ۱۲ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

پېښور – د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل آفریدي د ایالت پر امنیتي وضعیت سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي، د خېبرپښتونخوا خلک باید د بېلابېلو امنیتي پالیسیو قرباني نه شي

آفریدي په یوې غونډې کې وویل، په ایالت کې د ناامنۍ پرله‌پسې زیاتېدو دا څرګنده کړې چې د اوسنیو امنیتي تګلارو هر اړخیزې بیاکتنې ته اړتیا شته

هغه په خپلو څرګندونو کې وویل: «که ډالر ګټئ او یا بهر کې ټاپوګانې اخلئ، وا یې خلئ؛ خو زما د خلکو د ژوند بیه مه ټاکئ

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر همداراز ادعا وکړه چې هغه ادارې چې د هېواد د امنیت او دفاع مسؤلیت لري، باید پر خپلو اساسي دندو تمرکز وکړي، نه دا چې په سیاسي چارو کې ښکېلې شي

د نوموړي څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې په خېبرپښتونخوا کې په وروستیو میاشتو کې امنیتي پېښې زیاتې شوې او د امنیتي وضعیت په اړه سیاسي بحثونه هم تود شوي دي

تر اوسه د پاکستان فدرالي حکومت او پوځي چارواکو د سهیل آفریدي د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto