news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

حامد کرزي : پاکستان کې د افغان محصلینو د ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

حامد کرزي :   پاکستان کې د افغان محصلینو د ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

حامد کرزي :   پاکستان کې د افغان محصلینو د ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

 بریانیوز/دو شنبه  ( ۱۲ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل – پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې د افغان محصلینو د ځورونې او د هغوی د ویزو د نه تمدید په اړه خپاره شوي راپورونه د اندېښنې وړ بللي دي

کرزي ویلي، افغان محصلین یوازې د زده‌کړو او خپلو علمي پروګرامونو د بشپړولو لپاره پاکستان ته تللي او د هغوی د استوګنې او ویزو موضوع باید له نورو سیاسي او امنیتي مسایلو جلا وکتل شي

نوموړي له پاکستاني چارواکو غوښتي چې له افغان محصلینو سره د نړیوالو اکاډمیکو اصولو او دودونو له مخې چلند وکړي، څو هغوی وکولای شي خپلې زده‌کړې پرته له خنډه بشپړې کړي

د افغانستان پخواني ولسمشر ټینګار کړی چې د زده‌کړو فرصتونه باید د سیاسي اختلافونو له امله زیانمن نه شي او محصلینو ته باید د علمي پرمختګ زمینه برابره پاتې شي

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په پاکستان کې یو شمېر افغان محصلینو د ویزو د ستونزو او د پاتې کېدو د وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto