تهران : ایران او عمان د هرمز تنګي د خوندي تګ راتګ لپاره خبرې بیا پیل کړې
بریانیوز چهارشنبه ( ۴/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
تهران — ایران وايي، له عمان سره یې د هرمز تنګي د مدیریت او د سمندري تګ راتګ د خوندي کولو په اړه خبرې اترې بېرته پیل کړې دي.د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو چارواکو په دې خبرو کې د یوه لنډمهاله ګډ سمندري دهلېز د جوړولو او د دغه مسیر د سمندري ماینونو د پاکولو په اړه بحث او هوکړه کړې ده.رمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی چې د نړیوالې انرژۍ د لېږد لپاره ځانګړی اهمیت لري. د دغه تنګي له لارې د تېلو او نورو توکو د لېږد هر ډول خنډ کولای شي پر نړیوالو بازارونو او د انرژۍ پر بیو اغېز وکړي
د ایران او عمان ترمنځ دا خبرې په داسې مهال بیا پیل شوې دي چې د ایران او امریکا ترمنځ د یوې هوکړې لپاره روانې دیپلوماتیکې هڅې له ځنډ او خنډ سره مخ شوې دي
په ورته وخت کې، د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ لا هم له امنیتي خطرونو سره مخ بلل کېږي او د بېړیو د خوندي تېرېدو په اړه نړیوالې اندېښنې دوام لري
ایران او عمان هڅه کوي د لنډمهاله ګډ دهلېز او د سمندري لارې د پاکولو له لارې د سوداګریزو او بار وړونکو بېړیو لپاره د تګ راتګ خوندي زمینه برابره کړي
د هرمز تنګي د وضعیت هر ډول بدلون د سیمې له امنیتي وضعیت سره سربېره پر نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ پر بازارونو هم مستقیم اغېز لرلای شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1773
-
اخبار افغانستان
929
-
مقاله
680
-
سیاست
301
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl