news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

فوزیه کوفي: افغانان دې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره پر خپل ځواک تکیه وکړي

فوزیه کوفي: افغانان دې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره پر خپل ځواک تکیه وکړي

فوزیه کوفي: افغانان دې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره پر خپل ځواک تکیه وکړي

 بریانیوز چهارشنبه ( ۴/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي د امریکا کانګرېس ته د افغان‌الاصلې امریکايۍ عایشه وهاب د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، افغانان باید د خپل هېواد د ستونزو د هواري لپاره له نړیوالې ټولنې څخه د مرستې او حللارې تمه ونه لري

کوفې ویلي، د عایشه وهاب د کار موده لا یوازې شاوخوا درې میاشتې شوې او په باور یې د افغانستان د اوسني وضعیت مسوولیت باید خپله افغانان، په ځانګړي ډول غیرطالب افغانان، پر غاړه واخلي

هغې ټینګار کړی چې د افغانستان د سیاسي او ټولنیزو ستونزو د حل لپاره باید افغانان خپل دریځونه پیاوړي او د هېواد د راتلونکي په اړه د پرېکړو مسوولیت خپله واخلي

د عایشه وهاب وروستۍ څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې چې نوموړې ویلي وو، واشنګټن باید له کابل سره د دیپلوماتیک تعامل لاره پرانیزي. د هغې دې غوښتنې د افغانانو ترمنځ بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي

د وهاب پلویان باور لري چې له کابل سره دیپلوماتیک تعامل کولی شي د افغانستان د ستونزو د مطرح کولو او د افغانانو د اړتیاوو د رسولو لپاره د خبرو زمینه برابره کړي

خو منتقدین بیا وايي، له طالبانو سره هر ډول رسمي تعامل باید د مشروعیت، بشري حقونو او سیاسي مشارکت په څېر موضوعاتو له روښانه ضمانتونو سره تړلی وي. دوی ټینګار کوي چې د اوسني حکومت له رسمي مشروعیت پرته باید له هغه سره د پراخو سیاسي اړیکو په اړه احتیاط وشي

د افغانستان د راتلونکي په اړه د افغان سیاستوالو ترمنځ دا اختلافات په داسې حال کې دوام لري چې د طالبانو حکومت هڅه کوي له یو شمېر هېوادونو سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي، خو د نړیوالې ټولنې ډېری هېوادونه لا هم د رسمي پېژندنې په اړه محتاط دریځ لري

فوزیه کوفي وايي، د افغانستان د راتلونکي برخلیک باید تر ډېره د افغانانو په لاس کې وي او د هېواد د ستونزو د حل لپاره باید د بهرنیو هېوادونو پر پرېکړو تکیه ونه شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto