د طالبانو حکومت د «تشکیل متوازن کولو» تر نوم لاندې په هېواد کې د ښوونځیو د ښوونکو د بستونو د کمولو او د دغو بستونو د مدرسو ته د انتقال پروسه پیل کړې؛ هغه اقدام چې د ښوونیز نظام د راتلونکي په اړه تازه اندېښنې راولاړوي.
بریانیوز- چهارشنبه ٤ سنبله ١٤٠٥
بریا نیوز ته په ننګرهار کې د پوهنې ریاست اړوند د ښوونځیو او مدرسو د تشکیل د متوازن کولو رسېدلي ۷۹ مخیز لېست کې لیدل کېږي چې ۳۷۳۳ بستونه تغییر او تبدیل شوي دي.
د دغه لېست له مخې، د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د ښوونځیو د ښوونکو یو شمېر بستونه کم شوي؛ ځینې نورو ښوونځیو ته انتقال شوي، خو د ډېرو بستونو د انتقال ځای مدرسې ښودل شوې دي.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې طالبان له دې وړاندې هم د هېواد د ښوونیز نظام په جوړښت او محتوا کې پراخ بدلونونه راوستي دي.
د منتقدانو په باور، د ښوونځیو د امکاناتو او تشکیل کمول، د مدرسو پراخول او د ښوونیزو سرچینو مدرسو ته انتقالول ښيي چې طالبان په تدریجي ډول غواړي د افغانستان د رسمي ښوونیز نظام وزن کم او د مدرسو ونډه زیاته کړي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1773
-
اخبار افغانستان
931
-
مقاله
683
-
سیاست
303
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl