news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

واشنګټن : د امریکا نوي بندیزونه؛ پر ایران اقتصادي فشارونه لا پسې زیاتېږي

واشنګټن : د امریکا نوي بندیزونه؛ پر ایران اقتصادي فشارونه لا پسې زیاتېږي

واشنګټن : د امریکا نوي بندیزونه؛ پر ایران اقتصادي فشارونه لا پسې زیاتېږي

 بریانیوز پنجشنبه ( ۵/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د امریکا حکومت پر ایران د نویو بندیزونو له لګولو سره د تهران پر اقتصادي فعالیتونو فشارونه لا زیات کړي دي. د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ وايي، دغه بندیزونه د ایران د اقتصاد مهمې برخې، د تېلو پېر او پلور، د پیسو لېږد او نفتي معاملې په نښه کوي

د واشنګټن په وینا، د نویو بندیزونو موخه د ایران د عوایدو سرچینې محدودول او پر هغه هېواد اقتصادي فشار زیاتول دي. امریکايي چارواکي هڅه کوي د مالي او نفتي برخو د محدودولو له لارې د تهران اقتصادي ظرفیتونه راکم کړي

بلخوا، ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې د امریکا د اقتصادي فشارونو دوام به بې غبرګونه پاتې نه شي. د تهران په وینا، د بندیزونو د زیاتېدو په صورت کې ښايي د سیمې د مهمو سوداګریزو او انرژۍ د لېږد لارو پر وضعیت اغېز ولري

د ایران له لوري په ځانګړي ډول د هرمز تنګي یادونه شوې؛ هغه مهمه سمندري لار چې د نړۍ د تېلو د لېږد په برخه کې ستر اهمیت لري. د دې لارې د تګ راتګ هر ډول خنډ کولی شي د نړیوالو انرژۍ بازارونو او د تېلو پر بیو مستقیم اغېز وکړي

په همدې حال کې، د امریکا د بندیزونو او اقتصادي فشارونو ترڅنګ د ایران د ملي پیسو ارزښت هم په بې‌ساري ډول کم شوی دی. د راپورونو له مخې، ایراني ریال په ازاد بازار کې خپل تر ټولو ټیټ تاریخي ارزښت ته رسېدلی او د یوه امریکايي ډالر بیه له دوو میلیونو ریالو لوړه شوې ده

د ریال د ارزښت کمېدل د ایران پر اقتصاد، د توکو پر بیو او د خلکو پر پېرلو ځواک د فشارونو د زیاتېدو اندېښنې راپارولي دي

د امریکا او ایران ترمنځ د بندیزونو او اقتصادي فشارونو نوی پړاو په داسې مهال رامنځته کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اټومي اختلافات لا هم ژور دي او د احتمالي خبرو اترو د راتلونکي په اړه هم ناڅرګندتیا موجوده ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto