ملګري ملتونه: افغانستان کې ناامني او محدودیتونه د بېځایه کېدو او بشري مرستو بهیر اغېزمنوي
بریانیوز پنجشنبه ( ۵/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل — د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، په افغانستان کې د نښتو او ناامنیو له امله د کورنیو بېځایه کېدو کچه لوړه شوې او زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو د وتلو له ستونزې سره مخ دي
د دغه بنسټ په راپور کې ویل شوي، په هرات کې پر ښځو لګېدلو محدودیتونو هم د مرستندویه بنسټونو پر فعالیتونو اغېز کړی او د ښځو د ګډون اړوند ځینې بشري پروګرامونه په لنډمهاله توګه درول شوي دي
د کډوالو عالي کمېشنرۍ همداراز ویلي، په ایران او پاکستان کې د هغو افغان کډوالو نیول او جبري ستنول لا هم په پراخه کچه دوام لري چې قانوني اسناد نه لري
د راپور له مخې، د افغان کډوالو د بېرته ستنولو روان بهیر د افغانستان پر بشري وضعیت فشار زیاتوي، ځکه ګڼ شمېر راستنېدونکي له محدودو امکاناتو او د سرپناه، خوړو او کار له ستونزو سره مخ کېږي
په ورته وخت کې، په تورخم کې د نویو امنیتي تدابیرو له امله د سوداګرۍ او بشري مرستو د لېږد بهیر هم له جدي خنډونو سره مخ شوی دی
ملګري ملتونه وايي، د افغانستان روان بشري وضعیت د بېځایه شویو کورنیو، راستنېدونکو کډوالو او نورو زیانمنو خلکو لپاره د دوامدارو مرستو اړتیا لا ډېره کړې ده
د دې ادارې په باور، د بشري مرستو د اغېزمن رسېدو لپاره د تګ راتګ اسانتیا، د مرستندویه بنسټونو د فعالیتونو دوام او د اړمنو خلکو لپاره د خوندي لاسرسي برابرول مهم دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1898
-
اخبار افغانستان
1009
-
مقاله
807
-
سیاست
380
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl