news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

روسیه: نړیواله ټولنه دې له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره عملي تګلاره غوره کړي

روسیه: نړیواله ټولنه دې له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره عملي تګلاره غوره کړي

روسیه: نړیواله ټولنه دې له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره عملي تګلاره غوره کړي

بریانیوز جمعه (۲۷/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 روسیې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره د اوسني وضعیت له مخې عملي او رغنده چلند وکړي او د اسلامي امارت په اړه د تعامل پر ځای د بندیزونو او سیاسي فشارونو له تګلارې ډډه وکړي

روسي چارواکو ټینګار کړی چې له افغانستان سره مستقیم تعامل، اقتصادي مرستې او سیمه‌ییزه همکاري کولی شي د دغه هېواد د ثبات او اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره کړي

د روسیې په وینا، د افغانستان اوسنی وضعیت یوازې د سیاسي فشارونو او بندیزونو له لارې نه شي حل کېدای او نړیواله ټولنه باید داسې تګلاره خپله کړي چې له افغانانو سره د اقتصادي او بشري ستونزو په هواري کې مرسته وکړي

مسکو همداراز له اسلامي امارت سره د سیمه‌ییزو هېوادونو د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغانستان کولی شي د سیمې د سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي

روسیې په داسې حال کې د تعامل او اقتصادي مرستو غوښتنه کړې چې د افغانستان د اوسني حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د څرنګوالي، بشري وضعیت، امنیتي اندېښنو او اقتصادي ستونزو په اړه بحثونه لا هم دوام لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto