په دوحه كي د حماس پر مركز اسرائيلي بريد
لیکنه: ګلبدین حکمتیار. دحزب اسلامی افغانستان امیر
آيا پر دوحه اسرائيلي بريد د امريكا په موافقه او اجازه دئ؟ دا بريد د قطر پلازمېني دوحه کي د حماس پر مرکز شوى؛ چي له العديد امريكايي اډې30 کيلومتره فاصله لري، امريكا پر دې اډې د ايران 13 توغندي په هوا کي شنډ کړل، اسرائيلي الوتكي به څنگه د امريكا له موافقې پرته د قطر فضاء ته ننوځي او پر دوحه به توغندي وروي؟!
بريد پر هغه هيئت شوى چي له امريكا او اسرائيل سره په مذاكراتو بوخت دئ؛ د ټولو انساني ارزښتونو، مروت، اخلاق او شرافت خلاف، د پرېوتو، سپكو او بدمعاشانو عمل، خو امريكا او سپيني ماڼۍ نه يوازي دا وحشيانه بريد ونه غندلو بلكي حمايت ئې كړ او ټرمپ وويل: زه ترې خبر وم خو د مخنيوي لپاره وخت نه وو!!
ټرمپ په خپلي پاڼي Truth Social کي لیکلي: "پر قطر چي زموږ لوى متحد دئ او د سولي منځګړيتوب كوي؛ دا غير ضروري فوځي برید؛ نه د اسرائيل اهداف پر مخ بيايي او نه د امریکا" د برید ځای په اړه ئې بد احساس درلود!! "خو د حماس ختمول؛ چا چي د غزې خلکو له کړاوونو ګټه اخیستې؛ یو مهم هدف دئ"!!
نه امريكايي اډې د قطر خپلواكي، د فضايي حريم ساتنه، د بهرني يرغل مخنيوى تضمين كړى شو او نه ټرامپ ته د 400 مليون ډالري الوتكي تحفه؛ آيا د عقل غوښتنه دا نه ده چي ټول عربي هېوادونه له امريكا سره خپلو اړيكو كي بيا كتنه وكړي؛ او په گډه د امريكا ټولي اډې له خپلو هېوادو وباسي؟ متحد شي او خپلواكي ترلاسه كړي؟
كه دا هېوادونه (د عرب ليګ 22 غړي) متحد او يو هېواد ترې جوړ شي؛ همغسي چي تر تجزيې وړاندي وو؛ نو دومره ستر هېواد به وي چي هم به ئې مساحت تر امريكا زيات وي او هم نفوس؛ نفوس به ئې نژدې ۴۹۳ ميليون؛ د امريکا تر نفوس چي (۳۴۰.۱ ميليون)؛ دئ شاوخوا 153 ملیون زیات او یو نیم (1.45) برابر وي؛ او مساحت به ئې شاوخوا ۱۳.۱۳ ميليون کيلو متر مربع؛ د امريکا له ۹.۸۷ ميليون کيلو متره مربع نژدې 3.26 مليون كيلومتر مربع زيات او 1.33برابره لوی وي.
له نظامي پلوه به داسي ځواك ترې جوړ شي چي د نړۍ هيڅ قدرت به ئې د مقابلې توان نه لري؛ وړې غزې د ټول غرب په وړاندي تر سختي محاصرې لاندي؛ دوه كاله مقاومت وكړ؛ يعني د غزې مجاهدين د هر دښمن لپاره كافي دي؛ تر دوى وړاندي افغانانو هم شوروي ته ماته وركړه او هم امريكا ته.
خو آيا په اسلامي نړۍ او زعامت كي ئې دا وړتيا شته او دې ته چمتو دي چي د عزت او خپلواكۍ لار غوره كړي؟ له هغه شخصي، كورني او قومي امتيازاتو تېر شي چي د خپل ځان او ولس د عزت په بيه ئې تر لاسه كړي؛ هغه چي د هر شريف او مؤمن انسان له نظره امتياز نه بلكي سپكاوى او ذلت دئ؟!
اوس د اسلامي هېوادو وضعيت داسي دئ چي پر ايران د اسرائيل او امريكا د بريد په دوران كي د هغوى څو سوه جنگي جهازونه د اردن او عراق له فضاء تېرېدې، پرون پر دوحه بريد كي د اسرائيل جهازونه به د اردن او سعودي له فضاء تېري شوې وي! دومره هم نه شي كولى چي د اروپا په څېر اتحاديه رامنځته كړي!! چي گډ پارلمان، گډه كرنسي، واحد خارجي سياست، گډ دفاعي او امنيتي تړون ولري او خپل دوست او دښمن د گډو ديني او ملي ارزښتونو له مخي وټاكي، پر هر اسلامي هېواد بريد پر خپل هېواد بريد وگڼي.