
د پاکستان پلازمېنه اسلاماباد تېره شپه د سختې چاودنې شاهد وه . دا پېښه د شپې شاوخوا ۱۱ بجې د ماریوت په مشهوره هوټل کې رامنځته شوه، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۲ مهم پوځي افسران خپل ژوند له لاسه ورکړی
د سیمې عیني شاهدان وایي، د چاودنې شور دومره دروند و چې د ښار لرې سیمو کې هم احساس شو. د هوټل ډېره برخه ویجاړه شوې او ودانۍ ته دروند مالي او بشري زیان اوښی دی .
ژغورونکي ټیمونه لا هم د ملبې لاندې د بندو کسانو د ژغورلو هڅې کوي. یو امنیتي چارواکی وايي، “چاودنه هدفمنده وه او ډېر دقیق پلان شوی برید ښکاري .د پېښې سیمه اوس هم د پوځ او پولیسو تر کلک امنیت لاندې ده، او د څېړنې ډلې د پېښې د نوعیت او مسؤلینو د معلومولو هڅه کوي
.تر دې دمه هېڅ ډلې د برید مسؤلیت نهدی منلی، خو چارواکي وایي د ټولو احتمالي اړخونو پلټنه روانه ده
.دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
123
-
مقاله
41
-
سیاست
9
-
Uncategorized
5
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي