د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي ویلي : د اوکراین د سولې خبرو د بیا پیل لپاره چمتووالی اعلان کړ
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي ویلي، مسکو چمتو دی چې د اوکراین سره د سولې خبرې اترې یو ځل بیا په استانبول کې پیل کړي. هغه ټینګار کړی چې اوس د پرېکړې وخت د کییف په لاس کې دی
د دغه چارواکي په وینا، روسیه تل د خبرو اترو له لارې د جګړې د پای ته رسېدو ملاتړ کړی او باور لري چې د سولې له لارې د دواړو هېوادونو د خلکو راتلونکی خوندي کېدای شي. هغه زیاته کړه: "موږ له پیل څخه د خبرو د دوام غوښتونکي وو، خو دا د اوکراین پرېکړه ده چې ایا د سولې لور ته ګام پورته کوي که نه
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د روسیې او اوکراین جګړه له دریو کلونو راهیسې روانه ده او دواړه لوري تر اوسه د سیاسي هوکړې ته نه دي رسېدلي
شنونکي وايي، که مسکو او کییف په رښتیني ډول د خبرو مېز ته کښېني، نو دا به د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یو مهم ګام وي
په ۲۰۲۲ کال کې هم د دواړو هېوادونو استازو د سولې خبرې په استانبول کې پیل کړې وې، خو د اختلافونو او د جګړې د سختېدو له امله ناکامې شوې. اوس تمه کېږي چې د تازه هڅو له لارې، د سولې یو نوی فرصت رامنځته شي او د سیمې د ثبات لپاره لاره هواره شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1607
-
اخبار افغانستان
613
-
مقاله
262
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl