په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک افتتاح د طالبانو د حکومت د اقتصادي مرستیال رئیسالوزرا، ملا عبدالغني برادر، لهخوا ترسره شوه. دا پارک به د کورني تولید د پیاوړتیا، د صنعتي فابریکو د راجلبولو او د سیمې د خلکو لپاره د کار د فرصتونو په برابرولو کې مهم رول ولوبوي
د پرانیستې له مراسمو سره هممهاله، د دې صنعتي پارک د سړک جوړولو او د کانالیزه کولو د پروژې عملي چارې هم پیل شوې. د چارواکو په وینا، د یادو بنسټیزو کارونو لپاره له ۲۸ میلیونو افغانیو څخه ډېره بودیجه ځانګړې شوې ده
مسوولین وايي چې د پارک په بشپړېدو سره به په کندهار کې د نساجۍ صنعت ته نوې وده ورکړل شي، د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شي او د سیمهییز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره به مهمه لاستهراوړنه وي
د کندهار اوسېدونکي او ځايي سوداګر دا پارک د سیمې د صنعتي ودې لپاره یو ستر فرصت بولي او هیله کوي چې دا ډول پروژې به د کار بازار پراخ او د اقتصاد بنسټونه قوي کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1607
-
اخبار افغانستان
613
-
مقاله
262
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl