کابل —د افغانستان او چين کتنه؛ د سولې او يووالي لپاره خبرې
بریانیوز(دوشنبه، ١۸ حوت ١٤٠٤)
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د چين د افغانستان چارو ځانګړي استازي يو شياويونګ د افغانستان د بهرنيو چارو له سرپرست وزير اميرخان متقي سره کتنه کړې ده
د وزارت د څرګندونو له مخې په دې کتنه کې د افغانستان او چين ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو د پراخېدو، د سيمې د وروستيو بدلونونو او د پاکستان له لوري د افغانستان خاورې ته د اوښتو په اړه خبرې شوې دي
د چين استازي ويلي چې هېواد يې غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې ستونزې د خبرو او سوله ييزو لارو له لارې هوارې شي، څو په سيمه کې تاوتريخوالی زيات نه شي.
هغه زياته کړې چې چين په دې اړه له پاکستاني لوري سره هم اړيکې لري او هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ راکم شي او د سيمې ارامي وساتل شي
په دې کتنه کې اميرخان متقي د افغانستان دريځ هم څرګند کړی او ويلي يې دي چې افغانستان د ستونزو د حل لپاره سوله ييزې لارې لومړيتوب ګڼي او هڅه کوي چې د کړکېچ کچه لوړه نه شي. نوموړي ټينګار کړی چې د هېواد او خلکو ساتنه د افغانانو روا حق دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1444
-
اخبار افغانستان
454
-
مقاله
131
-
Uncategorized
27
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl