news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اسلام‌آباد د رسنیو راپورونه رد کړل: د چین د منځګړیتوب په اړه ادعاوې «بې‌اساس» وبلل شوې

اسلام‌آباد د رسنیو راپورونه رد کړل: د چین د منځګړیتوب په اړه ادعاوې «بې‌اساس» وبلل شوې

اسلام‌آباد د رسنیو راپورونه رد کړل: د چین د منځګړیتوب په اړه ادعاوې «بې‌اساس» وبلل شوې

بریانیوز:(چهارشنبه، ۲۷ حوت۱۴۰۴)

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه په کلکه رد کړي، چې ګواکې دغه هېواد د چین له لوري د طالبانو سره د خبرو اترو وړاندیز نه دی منلی. وزارت دا ډول ادعاوې «بې‌اساس» او له حقیقته لرې بللې دي

د یاد وزارت په تازه اعلامیه کې راغلي، چې پاکستان د سیمې د ثبات او سولې لپاره د هر ډول رغنده ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي او د خبرو اترو دروازې یې هېڅکله نه دي تړلې. اعلامیه زیاتوي، چې د چین رول د سیمې په سیاسي او اقتصادي همغږۍ کې مهم دی او اسلام‌آباد د بیجینګ له هڅو هرکلی کوي

چارواکو ټینګار کړی، چې رسنۍ باید د حساسو موضوعاتو په اړه له کره معلوماتو پرته راپورونه خپاره نه کړي، ځکه دا ډول خبرونه د عامه ذهنیت د ګډوډولو او د هېوادونو ترمنځ د باور د کمزوري کېدو لامل ګرځي

په ورته وخت کې، سیاسي شنونکي باور لري چې د چین احتمالي منځګړیتوب کولی شي د سیمې په کچه د تاوتریخوالي د کمولو او د باور د فضا د رامنځته کولو لپاره مهم ګام وي. د دوی په وینا، پاکستان، افغانستان او چین درې واړه هېوادونه کولای شي د ګډو ګټو پر بنسټ د خبرو اترو له لارې شته ستونزې حل کړي

دا په داسې حال کې ده، چې د سیمې امنیتي وضعیت لا هم نازک بلل کېږي، او د ډیپلوماسۍ له لارې د کړکېچونو حل ته اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto