ایران: د ۲۰۲۶ نړیوال جام ته چمتو یو، که څه هم امریکا ته سفر ونه شي
بریانیوز:(پنجشنبه، ۲۸ حوت۱۴۰۴)
د ایران د فوټبال فدراسیون مشر مهدي تاج د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هېواد ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو لپاره خپلو چمتووالي ته دوام ورکوي او له دغو سیالیو څخه د وتلو هېڅ نیت نه لري، حتی که د سیالیو د کوربه هېواد متحده ایالات ته سفر ونه شي
تاج ټینګار وکړ چې د ایران ملي لوبډله په پوره تمرکز او مسلکي ډول د نړیوال جام لپاره تمرینات او تدارکات پر مخ وړي، او د سیاسي حالاتو له امله به د ورزش په برخه کې د هېواد حضور تر اغېز لاندې رانشي
ایران له هغو لومړنیو هېوادونو څخه و چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام ته یې د ګډون ټکټ ترلاسه کړ، خو د روان کال د فبرورۍ له وروستیو راهیسې د تهران او واشنګټن ترمنځ د سیاسي کړکېچ له زیاتېدو سره، د دې هېواد د ګډون په اړه اندېښنې زیاتې شوې وې
د شنونکو په باور، که څه هم سیاسي ترینګلتیاوې د سپورټ پر ډګر سیوری غوړولی، خو نړیوالې ورزشي ادارې عموماً هڅه کوي چې سیالۍ له سیاست څخه جلا وساتي. له همدې امله، امکان شته چې د ایران لوبې د کوربه هېوادونو په بدیل ښارونو یا ځانګړو ترتیباتو کې ترسره شي
د یادونې وړ ده چې د د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام سیالۍ د جون له ۱۱مې څخه د جولای تر ۱۹مې پورې په ګډه د متحده ایالات، مکسیکو او کاناډا په کوربتوب ترسره کېږي، چې دا به په تاریخ کې له سترو او پراخو نړیوالو ورزشي پېښو څخه یوه وي
په داسې حال کې چې د سیاسي اړیکو وضعیت لا هم نازک دی، د فوټبال مینهوال هیله لري چې د سپورټ له لارې د ملتونو ترمنځ واټنونه راکم شي او نړیوال جام د یووالي، سیالۍ او سولې پیغام نړۍ ته ورسوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?