news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

میرضیایف: د افغانستان ګډون د سیمه‌ ییزو همکاریو لپاره مهم دی

میرضیایف: د افغانستان ګډون د سیمه‌ ییزو همکاریو لپاره مهم دی

میرضیایف: د افغانستان ګډون د سیمه‌ییزو همکاریو لپاره مهم دی

(بریانیوز:(جـمـعـه،۴/ثور/۱۴۰۵هـــ .ش

د شوکت میرضیایف، د ازبیکستان ولسمشر، د قزاقستان په پلازمېنه کې په یوې غونډه کې د افغانستان پر مهم رول ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د اوبو، اقلیم او چاپېریالي ستونزو په برخه کې د افغانستان ګډون د سیمه‌ ییزو همکاریو لپاره حیاتي ارزښت لري

میرضیایف په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه کار وکړي څو د اوبو د مدیریت، د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کمولو او د چاپېریال ساتنې لپاره اغېزمنې تګلارې رامنځته کړي

د هغه په وینا، افغانستان د جغرافیایي موقعیت له امله د سیمې په ایکوسیستم کې مهم ځای لري او بې‌برخې پرېښودل یې د ستونزو د حل پر وړاندې خنډ ګرځي

هغه همداراز زیاته کړې، چې د دوامدار پرمختګ لپاره اړینه ده چې ټول ګاونډي هېوادونه، په ځانګړي ډول افغانستان، په ګډو پروګرامونو کې شامل شي، څو د اوبو سرچینې په عادلانه ډول وکارول شي او د اقلیمي ګواښونو پر وړاندې ګډه مبارزه وشي

شنونکي باور لري، چې د ازبیکستان دا دریځ کولی شي د سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا او د افغانستان د بیا یوځای کېدو لپاره یو مثبت ګام وي، او دا به د اقتصادي او چاپېریالي ثبات په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto