news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر: د ایران د اټومي پروګرام څارنه د راتلونکو خبرو تر ټولو مهمه موضوع ده

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر: د ایران د اټومي پروګرام څارنه د راتلونکو خبرو تر ټولو مهمه موضوع ده

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر: د ایران د اټومي پروګرام څارنه د راتلونکو خبرو تر ټولو مهمه موضوع ده

بریانیوز- پنجشنبه ٢۸ جوز ١٤٠٥

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ په راتلونکو اټومي خبرو کې به تر ټولو مهمه موضوع د ایران د اټومي پروګرام د څارنې او پلټنې څرنګوالی وي

نوموړي ټینګار کړی چې هره احتمالي هوکړه هغه مهال د باور وړ کېدای شي چې د ایران د اټومي فعالیتونو د دقیقې څارنې لپاره روښانه او عملي میکانیزم موجود وي

د هغه په وینا، د سیمې د ثبات او د نړیوال باور د پیاوړتیا لپاره د اټومي ژمنو عملي څارنه اساسي اهمیت لري

فیصل بن فرحان زیاته کړې چې د خبرو د بریا لپاره باید داسې چوکاټ جوړ شي چې له مخې یې د اټومي پروګرام ټول اړخونه په دوامدار ډول وڅارل شي او د ژمنو د پلي کېدو ډاډ ترلاسه شي

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې واشنګټن او تهران د وروستیو پرمختګونو وروسته د اټومي مسایلو او بندیزونو په اړه د نوو خبرو لپاره چمتووالی نیسي، او سیمه‌ییز هېوادونه د دې بهیر د پایلو په اړه نږدې څارنه کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto