خیبر پښتونخوا : بنو کې د ډرون برید؛ دوه کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي
بریانیوز/دو شنبه ( ۱۲ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ د جانيخېلو په بازار کې د ډرون په یوه برید کې دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۱ نور ټپیان شوي دي
د پولیسو په وینا، برید د یکشنبې ماښام د جانيخېلو بازار په یوه ګڼ مېشته سیمه کې شوی دی. ټپیان د لومړنۍ درملنې لپاره سمدستي د بنو مرکزي روغتون ته لېږدول شوي، چې د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی
چارواکو د برید د موخې او عاملانو په اړه تر اوسه جزییات نه دي خپاره کړي، خو ویلي یې دي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي
د سیمې اوسېدونکي وایي، د برید له امله په بازار کې وېره او ګډوډي رامنځته شوه او امنیتي ځواکونو د پېښې له رامنځته کېدو وروسته سیمه کلابنده کړه
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې په وروستیو میاشتو کې امنیتي پېښې زیاتې شوې او د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښنې هم ورسره پراخې شوې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1738
-
اخبار افغانستان
892
-
مقاله
621
-
سیاست
237
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl