اطلاعاتو وزیر شفیع جان : تحریک انصاف د عمران خان د خوشې کېدو لپاره د نوي سیاسي پړاو اعلان وکړ
بریانیوز/دو شنبه ( ۱۲ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
پېښور – د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفیع جان ویلي، د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خپل بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو لپاره ټولې قانوني او اساسي لارې ازمویلې، خو په وینا یې، «عدالت نه دی تأمین شوی
شفیع جان ویلي، له همدې امله ګوند پرېکړه کړې چې د ولس په ملاتړ به د خپلې سولهییزې سیاسي مبارزې نوی پړاو پیل کړي
هغه ټینګار کړی چې د تحریک انصاف راتلونکی خوځښت به د قانون او اساسي قانون په چوکاټ کې وي او موخه به یې د عمران خان خوشې کېدل او د ګوند د سیاسي دریځ ملاتړ وي
د پاکستان تحریک انصاف په داسې حال کې د نوي سیاسي کمپاین د پیل خبر ورکوي چې عمران خان لا هم په بېلابېلو قضیو کې په زندان کې دی، او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه د ګوند د مشرانو او پلویانو له مهمو غوښتنو څخه ګڼل کېږي
تر اوسه د پاکستان فدرالي حکومت د شفیع جان د دغو څرګندونو او د تحریک انصاف د نوي سیاسي خوځښت په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1738
-
اخبار افغانستان
892
-
مقاله
621
-
سیاست
237
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl