news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ليکوال: وحيد عمر! د سقوط کیسه؛ امریکا ولې له افغانستانه ووتله او جمهوریت ولې ورسره ونړېد؟

ليکوال: وحيد عمر! د سقوط کیسه؛ امریکا ولې له افغانستانه ووتله او جمهوریت ولې ورسره ونړېد؟

ليکوال: وحيد عمر! د سقوط کیسه؛ امریکا ولې له افغانستانه ووتله او جمهوریت ولې ورسره ونړېد؟

 بریانیوز/دو شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

دا دوه ورځې خو مې درته ګزارشونه ولیکل. اوس به د سقوط په هکله خپل لنډ شخصي نظر هم ولیکم. کیدای شي ټول و نه شم ویلی، خو هغه څه چې قاصر ذهن ته مې راځي، هغه به درته ولیکم

اول، زما په نظر حکومت د سقوط تر ټولو لوی عامل منطقوي مسله وه. امریکا چې کله افغانستان ته راغله، لنډمهال لپاره تقریباً ټولو ته د منلو وړ وه

خو وروسته چې د آیساف ماموریت په ناټو بدل شو او موجودیت یې له لسو کالو واووښت، دا د منطقې لپاره نور د منلو وړ نه وو. کله چې په ۲۰۱۰م کال کې د ناټو شاوخوا ۱۰۰ زره نوې قوا افغانستان ته راغله، هلته بیا منطقه وښورېده. روسیې، ایران او چین لپاره د دوی د زنې لاندې د ناټو او امریکې د شاوخوا ۱۳۰ زره عسکرو موجودیت په هیڅ صورت د منلو نه وو. بیسونه یې هم په اساسي ډول جوړ شوي وو او داسې ښکارېده چې دوی به په سیمه کې د اوږدمهال لپاره پاته وي. نو دغو درو هیوادونو ورو ورو خپله سټراټیژي بدله کړه، طالبانو سره یې اړیکې ټینګې کړې او آن طالبانو سره یې مرستې پیل کړې. امریکا هم په دې پوهېده چې په افغانستان کې تقریباً کلابنده شوې او که پښه و نه باسي، د اوږدمهال لپاره به تلفات ورکوي، او بېرته په کور کې به ورته لوی سیاسي اجتماعي ستونزه جوړه شي

امریکا یوه بله لویه ستونزه هم درلوده. د افغانستان د جګړې د اکمالاتو یوه مهمه لار له پاکستانه تېرېده او امریکا د خپلې جګړې د دوام لپاره په پاکستان متکي وه. خو پاکستان په عین وخت کې دواړو خواوو سره لوبه کوله؛ له امریکا سره یې همکاري کوله او طالبانو شا ته هم ولاړ وو. امریکا کوښښ وکړ چې د شمال له لارې بدیلې اکمالاتي لارې پیدا کړي، خو هغه هم خپل محدودیتونه درلودل. امریکا په یوه داسې منطقه کې په اوږدمهاله جګړه کې بنده وه چې روسیه، ایران او چین یې د نظامي حضور مخالف وو او د اکمالاتو لپاره یې په داسې پاکستان تکیه درلوده چې دوه‌ګونې لوبه ېې کوله

نتیجه دا شوه چې امریکا دوه انتخابونه درلودل: یا به پاتې کیږي او روزمره تلفات به ورکوي، او یا به له طالبانو سره معامله کوي، هغوی خپلوي، په یو ډول خپل عزت ساتي او له افغانستانه وځي. طالبانو ایمان دې خدای ورته قوي کړي خو امریکا د طالبانوایمان په زور ماته ونخواړه، امریکا د منطقې هیوادونو داسې حال ته راووست چې پاته کیدو قیمت ېې ډېر ګران وو. د جمهوری حکومت ساتل بیخي ورته ګرانه تمامېده، خو د طالبانو راوستل او دوی ساتل ورته ارزانه ګزینه وه. زما په نظر د امریکا د وتلو اصلي منطق همدا وو

بله مهمه پوښتنه دا ده چې کله امریکا او ناټو په وتلو شول، ولې د افغانستان حکومت ورسره سقوط وکړ؟ زما په نظر دا ډېر مغلق بحث نه دی. د افغانستان د حکومت بقا په څو اساسي شیانو تړلې وه

اول، د حکومت د بقا لپاره افغانستان باید قوي او مستقل اقتصاد درلودی چې نه یې درلود. حکومت د خپلو مصارفو او په خاص ډول د امنیتي قواوو د تمویل لپاره په خارجي مرستو متکي وو. رسمي اقتصاد په خارجي کمکونو تړلی وو، او غیررسمی اقتصاد چې د مخدره موادو اقتصاد وو، هغه د طالبانو په لاس کې وو

کله چې د یوه نظام مالي بقا په خارجي منابعو تړلې وي، سیاسي او نظامي استقلال یې نه شي ساتل کیداي

دویم، د افغانستان امنیتي قواوې باید لکه د پاکستان او ایران پوځونه پیاوړي او مستقل وی او د سیاستمدارانو په وړاندې یې خپل استقلال درلودی. متاسفانه داسې نه وه. د افغانستان پولیس او اردو د سیاستمدارانو تر فرمان او تاثیر لاندې وول او خصوصا اردو د سیاستمدارانو په وړاندې خپل مستقل واک نه درلود

بل دا چې د افغانستان پوځونه تر آخره داسې ساتل شوي وو چې اعاشه او اباطه، تجهیزات، ترمیمات او حتی د جنګ مهم سیستمونه یې له ناټو او امریکې نه مستقل نه وو. معاشونه یې په خارجي مرستو تمویلېدل، تېل یې د قراردادیانو په لاس کې وو، تجهیزات، د وسایطو ترمیم او نور مهم تخنیکي خدمات یې هم په خارجي قراردادیانو متکي وو

کله چې امریکا د ۲۰۲۱ کال په پسرلي کې د بشپړ خروج تصمیم اعلان کړ، یواځې یې خپل عسکر و نه ایستل، قراردادیان یې هم وایستل او هغه نظامي، تخنیکي او لوژستیکي سیستم چې اردو او پولیس ورباندې متکي وو، په چټکۍ کمزوری شو. د اردو او پولیسو پر مورال هم دې تصمیم جدي تاثیر وکړ. عسکر چې پوه شو خارجیان وځي او د هغه نظام د دوام ضمانت نور نشته چې دی یې دفاع کوي، طبیعي ده چې د جنګ انگیزه یې هم کمزورې شوه

دریم، امنیتی ثبات په سیاسي ثبات تړلی دی. په یو هیواد کې چې سیاسي او اجتماعي ثبات نه وي، امنیتي ثبات نه شي راتلای. په کابل کې سیاسي ثبات تر یو وخته وساتل شو

کرزي صیب په دې کې ډېر مهارت درلود. خو له ۲۰۱۴ کال وروسته سیاسي ثبات ورو ورو متزلزله شو او په آخري میاشتو کې تقریباً ټولې مهمې سیاسي ډلې له نظام نه بیرون وول. دا مسله جدي وه

دا چې سیاسیون یو وخت دې نتیجې ته ورسیدل چې له دغه حکومته طالب بهتره دی، دا د حکومت لپاره ښه خبره نه وه او د سقوط یو لوی عامل هم وو. د سیاسي ثبات ساتل په هر صورت زمونږ د حکومت وظیفه وه او په هغه کې مونږ پاته راغلو

په آخرو ورځو کې یې نتیجه مونږ په سترګو ولیده. کله چې طالبان کابل ته راورسیدل، د نظام شاوخوا داسې یو قوي سیاسي اجماع نه وه پاته چې ټول سیاسیون دې ودرېږي او ووایي چې د خپلو اختلافاتو سره سره له دغه نظامه دفاع کوو

برعکس، د سیاسیونو د یوې لویې برخې محاسبه دا وه چې که موجوده رهبري له صحنې ووځي، دوی به له طالبانو سره معامله وکړي او شاید په نوي نظام کې به ځای ولري

په عین وخت کې حکومت د رسنیو او عامه بحثونو له خوا هم په هغه اندازه وځپل شو چې نور آبرو ورته پاته نه شوه. فساد وو، اشتباهات وو او ډېري انتقاد هم پر ځای وو، خو په آخر کې داسې فضا جوړه شوې وه چې د نظام تقریباً هر څه بد او بې‌ارزښته ګڼل کېدل. کله چې یو نظام د خلکو په ذهن کې په هغه اندازه وځپل شي، بیا د بحران په ورځ د هغه شاته د درېدو اراده هم کمزورې کیږي

که له ما څخه وپوښتئ چې د افغانستان د حاکمه محفلونو تر ټولو لویه تیروتنه څه وه؟  زه فکر کووم چې هغه تیروتنه د امریکی د پاتې کیدو په ټراو زمونږ غلطه محاسبه وه. تقریباً د ټولو محاسبه په دې تړلې وه چې امریکا به افغانستان کې پاتې کیږي. د امریکا او ناټو موجودیت ورته د نظام د بقا تضمین وو. خو مونږ دومره هوښیاران نه وو چې دا پوښتنه له ځانه وکړو چې امریکا به تر کومه په داسې یوه منطقه کې نظامي حضور ساتلای شي چې روسیه، چین او ایران ټول یې د اوږدمهال موجودیت مخالف دي؟

د نظام اقتصاد په خارجي مرستو ولاړ وو، امنیتي قواوې یې په خارجي پیسو، لوژستیک او تخنیکي ملاتړ متکي وې. زمونږ سياسي نظام، مدني خوځښتونه، رسنیز فعالیتونه او حتی تجارت تر ډېره په نړیوال موجودیت  متکي وول او یواځې د دوی په موجودیت کې ېې خپل تعادل ساتلی وو. کله چې هغه اصلي ستنه ووتله چې دا ټول وزن ورباندې ولاړ وو، نور د قطعو کور را ونړېد

واړه عوامل نور هم شته. خو که ټول ولیکم، بیا به لیکنه ډېره اوږده شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto