news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د مخابراتو وزارت ویاند: افغانستان کې د انټرنېټ کاروونکو شمېر ۱۷ میلیونو ته رسېدلی

د مخابراتو وزارت ویاند: افغانستان کې د انټرنېټ کاروونکو شمېر ۱۷ میلیونو ته رسېدلی

د مخابراتو وزارت ویاند: افغانستان کې د انټرنېټ کاروونکو شمېر ۱۷ میلیونو ته رسېدلی

 بریانیوز چهارشنبه ( ۴/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل — د طالبانو د مخابراتو وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزی وايي، په افغانستان کې د انټرنېټ کاروونکو شمېر ۱۷ میلیونو کسانو ته رسېدلی، چې له ډلې یې شاوخوا ۱۰ میلیونه کسان د څلورم نسل یا «فور جي» انټرنېټ خدمتونو ته لاسرسی لري

الکوزي ویلي، په ټول هېواد کې شاوخوا ۳۲ میلیونه فعال سیم‌کارتونه هم ثبت شوي دي. د نوموړي په وینا، د مخابراتي خدمتونو د پراختیا له امله د انټرنېټ کاروونکو شمېر په وروستیو کلونو کې زیات شوی دی

خو د انټرنېټ د کاروونکو شمېر له زیاتېدو سره سره، ګڼ افغانان د انټرنېټ د کیفیت، سرعت او بیو په اړه شکایت کوي. دوی وايي، په ډېرو سیمو کې د انټرنېټ سرعت دومره کمزوری دی چې د ورځنیو اړتیاوو، زده‌کړو او کاري چارو لپاره په سمه توګه ترې ګټه نه شي اخیستل کېدای

یو شمېر کاروونکي هم د انټرنېټي کڅوړو له لوړو بیو شکایت کوي او وايي، د محدود عاید لرونکو کورنیو لپاره د انټرنېټ دوامدار استعمال په لوړه بیه تمامېږي

د مخابراتي شبکو مسوولین بیا د انټرنېټ د بیو د لوړېدو یو لامل د مالیاتو لوړوالی بولي او وايي چې د حکومت لوړې مالیې د مخابراتي خدمتونو پر بیو مستقیم اغېز کړی دی

افغان انټرنېټي کاروونکي په داسې حال کې د ټیټ کیفیت او لوړو بیو شکایت کوي چې د سیمې په یو شمېر هېوادونو کې د پنځم نسل یا «فایف جي» انټرنېټ خدمتونه وړاندې کېږي

د انټرنېټ پراخ لاسرسی په افغانستان کې د زده‌کړو، سوداګرۍ، رسنیو او د خلکو د اړیکو لپاره مهم بلل کېږي. کاروونکي له اړوندو ادارو غواړي چې د انټرنېټ کیفیت لوړ، بیې راکمې او د هېواد په ټولو سیمو کې چټک او باوري خدمتونه برابر کړي

د انټرنېټ کاروونکو د شمېر زیاتوالی په داسې حال کې دی چې لا هم د هېواد په ګڼو سیمو کې د چټک او ارزانه انټرنېټ نشتوالی د خلکو د ډیجیټلي فعالیتونو پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه ګڼل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto