news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

امسټرډام کې افغان مېرمنو: له طالبانو سره تعامل دې د ښځو د حقونو په بیه نه وي

امسټرډام کې افغان مېرمنو: له طالبانو سره تعامل دې د ښځو د حقونو په بیه نه وي

امسټرډام کې افغان مېرمنو: له طالبانو سره تعامل دې د ښځو د حقونو په بیه نه وي

 بریانیوز چهارشنبه ( ۴/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

امسټرډام — د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت، د هالنډ په امسټرډام ښار کې یو شمېر افغان مېرمنو او د هغوی ملاتړو لاریون کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې له طالبانو سره هر ډول تعامل دې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د قربانۍ په بیه نه وي

اعتراض کوونکو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګېدلو محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د ښځو وضعیت له پامه ونه غورځوي

دوی ټینګار کړی چې له طالبانو سره دیپلوماتیک او سیاسي تعامل باید له روښانه شرطونو سره مل وي او د ښځو د زده‌کړې، کار، ټولنیز ګډون او نورو اساسي حقونو موضوع باید د نړیوالو خبرو اترو یوه مهمه برخه پاتې شي

د اعتراض ګډونوالو خبرداری ورکړی چې که نړۍ له طالبانو سره خپلې اړیکې یوازې د سیاسي او امنیتي ګټو پر بنسټ پراخې کړي، د افغان ښځو د حقونو د لا محدودېدو وېره شته

په امسټرډام کې اعتراض کوونکو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د ښځو غږ واوري او د هغوی د حقونو د خوندي کولو لپاره پر طالبانو سیاسي فشارونو ته دوام ورکړي

دوی وايي، افغان ښځې نه غواړي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه له هر ډول سیاسي پرېکړو څخه لرې پاتې شي او ټینګار کوي چې د هېواد د سیاسي او ټولنیز راتلونکي په بحثونو کې باید د ښځو ونډه خوندي وي

دغه اعتراض په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو له واک ته رسېدو پنځه کاله وروسته، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل څرنګوالی لا هم د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto