د بریتانیا افغان پخواني همکاران: له څلورو کلونو راهیسې د نامعلوم برخلیک په تمه یو
بریانیوز چهارشنبه ( ۴/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل — په افغانستان کې د بریتانیا د پخوانیو همکارانو یوې ډلې، چې پخواني ځانګړي ځواکونه، د ځانګړو قطعاتو سرتېري، افسران او د ملي امنیت پخواني کارکوونکي پکې شامل دي، وايي چې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې د وېرې، انتظار او نامعلوم برخلیک تر سیوري لاندې ژوند کوي
دغې ډلې ویلي، دوی د افغانستان د جګړو پر مهال د «ترهګرۍ» پر وړاندې مبارزه کې له بریتانیا سره همکاري کړې، خو د افغانستان د سیاسي بدلونونو وروسته ځانونه یوازې پرېښودل شوي او له راتلونکي برخلیک څخه بې خبره ویني
د دوی په وینا، له تېرو څو کلونو راهیسې د بریتانیا د بیا مېشتېدو او انتقال پروګرامونو په اړه د پرېکړې په تمه دي، خو د دوی د دوسیو د برخلیک په اړه روښانه معلومات نه لري
دغو پخوانیو سرتېرو او امنیتي کارکوونکو ویلي، په افغانستان کې د دوی پخوانۍ دندې او له بهرنیو ځواکونو سره همکاري د دوی لپاره د امنیتي ګواښونو د رامنځته کېدو وېره زیاته کړې ده
دوی له بریتانیا غواړي چې د خپلو پخوانیو افغان همکارانو دوسیې په چټکۍ وڅېړي او هغو کسانو ته چې د بیا مېشتېدو شرایط پوره کوي، د خوندي انتقال زمینه برابره کړي
د دغې ډلې غړي وايي، د کلونو انتظار د دوی پر کورنیو هم دروند فشار اچولی او د راتلونکي په اړه ناڅرګند وضعیت یې ژوند له سختو رواني او ټولنیزو ستونزو سره مخ کړی دی
د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د دغو غړو برخلیک په داسې حال کې مطرح کېږي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یو شمېر پخواني همکاران د بیا مېشتېدو او خوندي انتقال لپاره د بېلابېلو هېوادونو د پروګرامونو په تمه پاتې دي
دوی ټینګار کوي چې د کلونو خدمت او همکارۍ په بدل کې باید هېر نه شي او له اړوندو هېوادونو غواړي چې د دوی د دوسیو په اړه روښانه او عملي پرېکړې وکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?