د «افټربرنر مېګفلګ» مجلې په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو نږدې پنځه کاله وروسته، د افغانستان د هغه هوايي ځواک ډېره برخه له منځه تللې چې امریکا یې د جوړولو او تجهیز لپاره د دوو لسیزو په اوږدو کې میلیاردونه ډالر لګولي وو.
بریانیوز- یکشنبه ٢٢ سنبله ١٤٠٥
راپور د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې پلټونکې ادارې (سېګار) د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ خبرداری رااخلي چې پکې ویل شوي وو، افغان هوايي ځواک د امریکايي سلاکارانو او قراردادیانو له دوامدار ملاتړ پرته د ځان بساینې وړتیا نه لري.
د راپور له مخې، د امریکا د روزنې او تجهیز پروګرام تر ډېره د افغان پیلوټانو او تخنیکي کارکوونکو پر روزنه متمرکز و، خو د لوژستیک، اکمالاتو، مالي مدیریت او د الوتکو د ساتنې بنسټیز سیستمونه په کافي کچه پیاوړي نه شول.
راپور زیاتوي چې د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون له مخې د امریکايي قراردادیانو او تخنیکي پرسونل له وتلو سره، د افغان هوايي ځواک د فعالیت مهمې ستنې هم کمزورې شوې.
د «افټربرنر مېګفلګ» په وینا، امریکا د پخوانیو «مي-۱۷» چورلکو د بدیل په توګه افغان هوايي ځواک ته «بلک هاک» چورلکې ورکړې وې، خو د دغو چورلکو ساتنه ځانګړو پرزو، تخنیکي خدمتونو او مسلکي ملاتړ ته اړتیا لري.
راپور وايي، د نړیوالو بندیزونو او محدودیتونو له امله د بلک هاک چورلکو لپاره د پرزو او تخنیکي خدماتو ترلاسه کول ستونزمن شوي او یوازې محدود شمېر یې د الوتنې وړ پاتې دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست له تحولاتو سره هممهاله لسګونه افغان پیلوټان له خپلو الوتکو سره ازبکستان او تاجکستان ته وتښتېدل. شاوخوا ۴۶ الوتکې ازبکستان او لږ تر لږه ۱۷ نورې تاجکستان ته انتقال شوې وې.
راپور ټینګار کوي چې د الوتکو له وتلو سربېره، د روزل شویو پیلوټانو، تخنیکي متخصصانو او نورو مسلکي کادرونو له لاسه ورکول د افغانستان د هوايي ځواک لپاره تر ټولو ستر زیانونه وو؛ ځکه د یوه جنګي پیلوټ روزنه کلونه وخت او د پام وړ مالي سرچینو ته اړتیا لري.
د راپور په وینا، یو هوايي ځواک یوازې له الوتکو نه جوړېږي، بلکې پیلوټان، د ساتنې تخنیکران، د اکمالاتو کارکوونکي، انجینران او د لوژستیک منظم سیستم یې اساسي برخې دي.
«افټربرنر مېګفلګ» وايي، که څه هم طالبان د «مي-۱۷»، «مي-۸»، «بلک هاک»، «سیسنا ۲۰۸» او ځینو نورو الوتکو د فعال ساتلو ادعا کوي، خو د دغو الوتکو د واقعي عملیاتي وضعیت او شمېر په اړه کره او خپلواک معلومات محدود دي.
راپور زیاتوي چې هغه افغان هوايي ځواک چې په ۲۰۲۱ کال کې یې له سلو څخه زیاتې د کار وړ الوتکې او د روزنې فعال سیستم درلود، اوس د خپلې پخوانۍ عملیاتي وړتیا یوازې یوه برخه لري.
د مجلې په باور، د افغانستان د هوايي ځواک تجربه ښيي چې د یوه اغېزمن هوايي ځواک جوړول یوازې د الوتکو پر پېرلو او سپارلو نه بشپړېږي؛ بلکې دوامدار لوژستیک، تخنیکي ملاتړ، مسلکي بشري ظرفیت، پرزې او د ساتنې منظم سیستمونه د هغه د بقا لپاره حیاتي ارزښت لري.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?