نوي ډیلي: د نړیوالې سوداګرۍ د ودې لپاره د سمندري لارو امنیت حیاتي دی
بریانیوز شنبه (۲۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
نوي ډیلي — د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، د نړیوالې سوداګرۍ د ودې او د اکمالاتي ځنځیرونو د ثبات لپاره د سمندري لارو خوندي ساتل او د بېړیو د کارکوونکو خوندیتوب ډېر مهم دی
مودي دا څرګندونې په نوي ډیلي کې د بریکس د سرمشریزې په ترڅ کې کړې دي. نوموړي ټینګار کړی چې نړیواله سوداګري هغه مهال دوامداره وده کولی شي چې سمندري لارې خوندي، سوداګریزې لارې پرانیستې او د بېړیو کارکوونکي خوندي وي
هغه ویلي، د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې روانې شخړې د سمندري سوداګرۍ او د کښتیو د کارکوونکو پر خوندیتوب اغېز کړی او د دې ستونزو د حل لپاره باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې هڅې وشي
مودي د بریکس سرمشریزې په څنډه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم وکتل. دواړو مشرانو د لوېدیځې اسیا او تورې بحیرې د شخړو په اړه خبرې وکړې؛ هغه شخړې چې د سمندري سوداګرۍ او د هندي سمندري کارکوونکو پر خوندیتوب یې اغېز کړی دی
هند په داسې حال کې د سمندري تګ راتګ د خوندي ساتلو غوښتنه کوي چې د لوېدیځې اسیا په روان کړکېچ کې پر بېړیو بریدونو د سیمې د سوداګریزو او سمندري لارو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي مودي له ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان سره هم د سمندري سوداګرۍ، د تګ راتګ د ازادۍ او د بېړیو د کارکوونکو د خوندیتوب په اړه خبرې کړې د
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1806
-
اخبار افغانستان
950
-
مقاله
751
-
سیاست
333
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl