یان ایگلند: له طالب چارواکو مې د نجونو د زدهکړو د بیا پیل غوښتنه کړې
بریانیوز شنبه (۲۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل — د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایگلند وايي، په کابل او کندهار کې یې د اسلامي امارت له یو شمېر مشرانو سره لیدلي او له هغوی یې غوښتي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې بېرته پیل کړي
ایگلند ویلي، د افغانستان له چارواکو سره په لیدنو کې یې د نجونو د زدهکړې موضوع په څرګند ډول مطرح کړې او ټینګار یې کړی چې افغان نجونې باید له لومړنیو زدهکړو وروسته هم د ښوونځي د دوام حق ولري
د ناروې د کډوالو شورا مشر د افغانستان د بشري وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د افغان ښځو او نجونو د زدهکړو او کار حقونه باید خوندي شي
په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لا هم دوام لري او د دې پرېکړې له امله میلیونونه افغانې نجونې له منځنیو او لوړو زدهکړو بېبرخې شوې دي
ایگلند ټینګار کړی چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د بشري مرستو ترڅنګ، د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار زمینه هم باید برابره شي
د ناروې د کډوالو شورا له اوږدې مودې راهیسې د افغان نجونو د زدهکړو د حق د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه کوي او د دې بندیز د پای ته رسېدو لپاره یې پر اسلامي امارت د نړیوالو فشارونو غوښتنه کړې ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1801
-
اخبار افغانستان
950
-
مقاله
750
-
سیاست
333
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl