ولسمشر ډونالدټرمپ: له ایران سره د جګړې له پیلولو پښېمانه نه یم
بریانیوز شنبه (۲۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، له ایران سره د جګړې له پیلولو پښېمانه نه دی، که څه هم مني چې دغه جګړه ښايي د نومبر پر منځمهاله ټاکنو د جمهوري غوښتونکو پر پایلو اغېز وکړي
ټرمپ په یوه مرکه کې ویلي، که بېرته د ورته پرېکړې کولو فرصت ورکړل شي، بیا به هم هماغه اقدام وکړي. نوموړي ویلي، د «پښېمانۍ» په مفهوم باور نه لري او د ایران د اټومي وسلو د جوړولو د مخنیوي لپاره یې د جګړې پرېکړه سمه بللې ده
د امریکا ولسمشر ادعا کړې چې د جګړې له امله یې ملاتړي نه دي ناهیلي شوي، بلکې د ده په وینا، هغوی ویاړي چې نوموړي ایران ته د اټومي وسلې د ترلاسه کولو اجازه نه ده ورکړې
ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې د ایران او امریکا جګړه ښايي د نومبر له منځمهاله ټاکنو سمدستي وروسته پای ته ورسېږي. نوموړي ادعا کړې چې تهران هڅه کوي د امریکا پر ټاکنو اغېز وکړي
د جګړې له امله د تېلو او ګازو د بیو لوړوالی په امریکا کې پر اقتصادي وضعیت اغېز کړی او د نومبر ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو د چمتووالي پر مهال په یوه مهم سیاسي بحث بدل شوی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1801
-
اخبار افغانستان
950
-
مقاله
750
-
سیاست
333
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl