نیویارک: د ترهګرۍ پر وړاندې د نړیوالې همکارۍ پیاوړتیا اړینه ده
بریانیوز شنبه (۲۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا دایمي استازي مایک والټز د ترهګرۍ پر وړاندې د نړیوالې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی
والټز ویلي، ترهګري باید په مستقیم ډول وځپل شي، د ترهګرو ډلو مالي سرچینې او ملاتړ باید پرې شي او هېوادونه باید د احتمالي ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره استخباراتي معلومات له یو بل سره شریک کړي
هغه ټینګار کړی چې ټول هېوادونه باید د ترهګرۍ پر وړاندې خپلې مبارزې ته تر هغه وخته دوام ورکړي چې دا ګواښ په بشپړه توګه له منځه ولاړ نه شي
په غونډه کې د بریتانیا د ولسي جرګې غړي او د حکومت مرستیال وزیر کریس المور هم خبرې کړې او د ترهګرۍ پر وړاندې یې د مدني ټولنې، ټکنالوژۍ او مالي برخو ترمنځ د لا نږدې همکارۍ غوښتنه کړې ده
المور ویلي، نړیواله ټولنه باید د ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه هم اغېزمنه ګټه واخلي او د بندیزونو له لارې د ترهګرو ډلو مالي او نور ملاتړ پرې کړي
نوموړي په ورته وخت کې ټینګار کړی چې د ترهګرۍ پر وړاندې ټول اقدامات باید له نړیوال قانون، په ځانګړي ډول د نړیوالو بشري حقونو، سره سم ترسره شي. د ملګرو ملتونو پخوانیو پرېکړو هم د ترهګرۍ ضد اقداماتو پر مهال د نړیوال قانون او بشري حقونو د رعایت غوښتنه کړې ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1802
-
اخبار افغانستان
950
-
مقاله
750
-
سیاست
333
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl