news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د امریکا دفاع وزیر: امریکا د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې لري او له ایران سره جګړه به پای ته ورسوي

د امریکا دفاع وزیر: امریکا د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې لري او له ایران سره جګړه به پای ته ورسوي

د امریکا دفاع وزیر: امریکا د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې لري او له ایران سره جګړه به پای ته ورسوي

بریانیوز شنبه (۲۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګست ویلي، د هرمز تنګي کنټرول د امریکا په لاس کې دی او واشنګټن به له ایران سره روانه جګړه پای ته ورسوي

هېګست دا څرګندونې د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت د پینټاګون په یوه غونډه کې کړې دي. نوموړي ټینګار کړی چې ایران به هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي

د امریکا د دفاع وزیر ویلي، واشنګټن د هرمز تنګي د کنټرول لپاره پوځي وړتیا لري او د ایران پر وړاندې فشارونو ته به دوام ورکړي. هغه تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د امریکا سمندري ځواکونه کولی شي په دغه مهمه سمندري لار کې خپل عملیات تر هغه وخته وساتي چې اړتیا وي

هېګست زیاته کړې چې پر تهران اقتصادي فشارونه هم مخ پر زیاتېدو دي. د امریکا چارواکي وايي، د دغو فشارونو یوه موخه د ایران د اټومي پروګرام مخنیوی او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره پر تهران فشار راوړل دي

خو نوموړي د جګړې د پای ته رسېدو لپاره کومه مشخصه نېټه یا د دې بهیر د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي. د وروستیو راپورونو له مخې، سره له دې چې امریکا ادعا کوي د هرمز تنګي په بیا پرانیستلو کې یې پرمختګ کړی، له ایران سره جګړه لا هم روانه ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto