«له پنځو میاشتو بېدرکۍ وروسته؛ د کابل سوداګر حاجي اصیل خان د طالبانو په بند کې وژل شوی»
د کابل ښار د ۱۲مې ناحیې د احمدشاه بابا مېنې اوسېدونکی او سوداګر حاجي اصیل خان، چې له نږدې پنځو میاشتو راهیسې بېدرکه و، د کورنۍ په وینا د طالبانو په بند کې وژل شوی دی.
بریانیوز- شنبه ٢١ سنبله ١٤٠٥
د نوموړي د کورنۍ غړو نن رسنیو ته ویلي، چې حاجي اصیل خان د طالبانو په توقیف کې په «زړهبوږنوونکي حالت» کې وژل شوی او تېره ورځ یې کورنۍ ته د هغه د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د کورنۍ په وینا، نوموړي د بند پر مهال د سختو فشارونو او احتمالي شکنجو له امله دوه ځله د زړه حمله کړې وه، خو له لازمې طبي او انساني پاملرنې بېبرخې ساتل شوی و.
کورنۍ ادعا کوي چې حاجي اصیل خان، چې له چین سره یې سوداګري کوله او له هېچا سره یې شخصي دښمني نه لرله، شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د ۱۲مې ناحیې له مخې د عیني شاهدانو په وینا د طالبانو په یوه رېنجر موټر کې وړل شوی و.
د نوموړي خپلوان وايي، په تېرو میاشتو کې یې څو ځله له طالبانو او امنیتي مسوولینو غوښتي وو چې د هغه د برخلیک په اړه معلومات ورکړي او د ژغورنې لپاره یې اقدام وکړي، خو د دوی په خبره، تر تېره ورځې پورې یې د نوموړي په اړه روښانه معلومات نه وو ترلاسه کړي.
د حاجي اصیل خان کورنۍ د نوموړي د نیول کېدو، توقیف او د مرګ د څرنګوالي په اړه د بشپړ وضاحت غوښتنه کوي.
په همدې حال کې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د مرموزو نیونو، بېدرکیو او د توقیف پر مهال د مړینو په اړه د بشري حقونو بنسټونو او د قربانیانو کورنیو اندېښنې په وار وار مطرح کړې دي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?