لاوروف: روسیې له سپټمبر ۱۱ وروسته په افغانستان کې له امریکا سره همکاري کړې
بریانیوز جمعه (۲۰/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
مسکو — د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، مسکو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ له بریدونو وروسته په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ له نړیوال ائتلاف سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې ده
لاوروف په یوه مرکه کې ویلي، د روسیې او ناټو شورا د افغانستان په اړه یو پراخ پروګرام تصویب کړی و چې له مخې یې روسیې د نړیوال ائتلاف د کارونې لپاره چورلکې برابرې کړې، استخباراتي معلومات یې شریک کړل او د ماین پاکۍ اړوند پروژو کې یې همکاري وکړه
نوموړي ویلي، روسیه هغه مهال د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له نړیوالو هڅو سره همغږې وه او د افغانستان په اړه یې د امریکا په مشرۍ د ائتلاف له فعالیتونو سره په یو شمېر برخو کې ګډ کار کاوه
خو لاوروف پر افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې واشنګټن له نړیوالې همکارۍ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ملاتړ څخه یوازې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره استفاده نه کوله، بلکې د خپلو جیوپولیټیکي موخو د تعقیب او په سیمه کې د خپل حضور او نفوذ د پراخولو لپاره یې هم ترې ګټه اخیسته
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې چې دا ډول چلند وروسته د نړۍ په نورو برخو کې هم تکرار شو او امریکا هڅه کوله چې د نړیوالو امنیتي موضوعاتو له لارې خپل ستراتیژیک نفوذ پراخ کړي
لاوروف ټینګار کړی چې د سپټمبر ۱۱ له بریدونو وروسته د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې د ګډو هڅو ترڅنګ، د امریکا پوځي حضور په تدریج سره د واشنګټن د پراخو جیوپولیټیکو موخو له بحث سره هم تړاو پیدا کړ
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?