حوثیان د مکې مکرمې د برید هڅه ردوي؛ حامد کرزي یې په کلکو ټکو وغندله
بریانیوزپنجشنبه (۲۶/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د یمن حوثیانو د سعودي عربستان هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د دوی یوې بېپیلوټه الوتکې غوښتل مکه مکرمه په نښه کړي. حوثیان وايي، د دوی پوځي عملیات د سعودي پر تېلو تاسیساتو او پوځي مرکزونو متمرکز دي او پر سپېڅلو ځایونو د برید هڅه نه کوي
د سعودي په مشرۍ ائتلاف بیا ویلي چې د سې شنبې په ماښام یې د مکې مکرمې په جنوب کې یوه حوثي بېپیلوټه الوتکه له دې مخکې شنډه او نسکوره کړې چې د ښار ممنوعې هوايي سیمې ته ننوځي. د ائتلاف ویاند ویلي، دا له ۲۰۱۷ کال وروسته د مکې د په نښه کولو دویمه هڅه وه.
حوثیانو د سعودي ادعا «دروغ» بللې او ویلي یې دي چې د دوی عملیات د مکې مکرمې یا نورو سپېڅلو ځایونو پر ضد نه دي. د دواړو لورو ترمنځ د پېښې د څرنګوالي او د بېپیلوټه الوتکې د اصلي هدف په اړه متضادې ادعاوې مطرح شوې دي
په همدې حال کې، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د مکې مکرمې د برید د هڅې په اړه د سعودي عربستان له خلکو او حکومت سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او دغه پېښه یې په سختو ټکو غندلې ده
کرزي ټینګار کړی چې د حرمینو شریفینو حرمت او امنیت باید په هر ډول شرایطو کې خوندي وساتل شي. نوموړي همداراز هیله څرګنده کړې چې د ښکېلو هېوادونو او لورو په تدبیر او لرلید سره به د تاوتریخوالي د لا پراخېدو مخه ونیول شي او په سیمه کې به د تلپاتې سولې او ثبات لپاره زمینه برابره شي
د مکې مکرمې پر شاوخوا د دې پېښې راپورونه داسې مهال خپرېږي چې په سیمه کې د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ تاوتریخوالی یو ځل بیا زیات شوی او د دواړو لورو ترمنځ د بریدونو او متقابلو ګواښونو لړۍ روانه ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?