امریکا: د ایراني چارواکو د ویزو په اړه ملي امنیت ته تر ټولو لوړ لومړیتوب ورکوو
بریانیوزچهار شنبه (۲۵/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایراني چارواکو لپاره د ویزو د صادرولو په بهیر کې د ملي امنیت او عامه خوندیتوب تر ټولو لوړ معیارونه په پام کې نیول کېږي
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، د ډونالډ ټرمپ حکومت د ویزو د ارزونې پر مهال هڅه کوي د امریکا د هېواد او وګړو د ساتنې لپاره امنیتي ارزونې په جدي توګه ترسره کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ایرانانټرنشنل ته په ځواب کې ویلي، واشنګټن د ملګرو ملتونو د کوربه هېواد په توګه خپلو نړیوالو ژمنو ته هم جدي پابند دی
دغه وزارت زیاته کړې چې د بهرنیو پلاوو د سفر په اړه د امریکا د بهرنیو استازولیو د قانون له مخې، د بهرنیو پلاوو د غړو پر تګ راتګ ځینې محدودیتونه یا شرایط لګول کېدای شي
د وزارت په ځواب کې دا روښانه شوې نه ده چې د ایران کومو چارواکو ته ویزې صادرې شوې یا رد شوې او یا هم د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې لپاره د ایراني پلاوي پر سفر به کوم مشخص محدودیتونه ولګول شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1818
-
اخبار افغانستان
957
-
مقاله
758
-
سیاست
340
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl