news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ترمذ : د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنعتي محصولاتو ګډ نندارتون پرانیستل شو

ترمذ :  د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنعتي محصولاتو ګډ نندارتون پرانیستل شو

ترمذ :  د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنعتي محصولاتو ګډ نندارتون پرانیستل شو

بریانیوزچهار شنبه (۲۵/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنعتي محصولاتو درې ورځنی ګډ نندارتون د اوزبېکستان د ترمذ ښار په نړیوال سوداګریز مرکز کې پرانیستل شو، چې د دواړو هېوادونو لسګونو تولیدي او سوداګریزو شرکتونو په کې ګډون کړی دی

په نندارتون کې د دواړو هېوادونو د نساجۍ، اوبدل شوو توکو، جامو، غالیو، څرمنو، بوټانو او نورو سپکو صنعتي محصولاتو بېلابېل ډولونه نندارې ته وړاندې کېږي. د اوزبېکستان د رسمي معلوماتو له مخې، له اوزبېکستانه د ۹۰ او له افغانستانه د ۶۰ څخه ډېرو شرکتونو استازو په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د نندارتون د پرانیستې پر مهال ویلي، دغه نندارتون د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، اقتصادي همکاریو او تولیدي اړیکو د پراختیا لپاره مهم فرصت برابروي

د نندارتون په څنډه کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او تولیدوونکو ترمنځ دوه اړخیزې سوداګریزې ناستې، خبرې او مذاکرات هم ترسره کېږي. په دغو ناستو کې د صادراتو او وارداتو د پراختیا، د ګډو تولیدي پروژو، پانګونې او د نویو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو په اړه بحثونه کېږي

د افغانستان لپاره د اوزبېکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشیف ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د لا لوړولو لپاره هڅې روانې دي او تمه ده چې دوه اړخیزه سوداګري په راتلونکي کال کې پنځه میلیارد ډالرو ته ورسېږي

د ترمذ دغه نندارتون د سپټمبر له ۱۵مې تر ۱۷مې پورې دوام کوي او موخه یې د دواړو هېوادونو د تولیدوونکو او سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پیاوړتیا، د صادراتو لپاره د نویو بازارونو موندل او د ګډو تولیدي همکاریو پراخول دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto