د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د طالبانو لپاره د خپلې تګلارې عملي کول تر دې مهم دي چې د دغې تګلارې له امله له خلکو سره یې اړیکې نږدې کېږي او که واټن رامنځته کېږي.
بریانیوز- چهارشنبه، ٢٥ سنبله ١٤٠٥
مجاهد دا څرګندونې له «روایت» په نوم هغه پوډکاسټ سره په مرکه کې کړې، چې طالبانو ته منسوب دی.
نوموړي، د ځینو هېوادونو په اشارې سره، ویلي چې د طالبانو اساسي تګلاره، د دوی په وینا، د شریعت عملي کول دي او د دې تګلارې د پلي کولو پر مهال د خلکو د واټن موضوع ورته لومړیتوب نه لري.
د طالبانو د ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې افغانستان له پراخ بشري او اقتصادي بحران سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) او نړیوال بانک د راپورونو له مخې، میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او د خوړو د خوندیتوب وضعیت هم د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
له بلې خوا، له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو ستنېدل، د اوبو کمښت، اقتصادي ستونزې او د روغتیايي خدمتونو د تمویل کمېدل پر بشري وضعیت فشار زیاتوي.
د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو په راپورونو کې ویل شوي چې بېوزلي، بېکاري او د عاید کمښت د دې لامل شوي چې ګڼې افغان کورنۍ د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر پورونو او بشري مرستو تکیه وکړي.
طالبان بیا وايي چې د اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره یې د عوایدو راټولولو، سوداګرۍ پراختیا، کورنیو تولیداتو او د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخو کې اقدامات کړي دي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?