news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

مطالعه : سنګاپور د مطالعې د دود د پیاوړتیا لپاره خلکو ته انعام ورکوي

مطالعه : سنګاپور د مطالعې د دود د پیاوړتیا لپاره خلکو ته انعام ورکوي

مطالعه : سنګاپور د مطالعې د دود د پیاوړتیا لپاره خلکو ته انعام ورکوي

بریانیوزپنجشنبه (۲۶/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

سنګاپور — سنګاپور د خلکو ترمنځ د مطالعې د عادت د پیاوړتیا لپاره یو پنځه کلن ملي پروګرام پیل کړی چې له مخې یې ګډونوال هڅول کېږي هره ورځ لږ تر لږه ۱۵ دقیقې مطالعه وکړي

د دې پروګرام له لارې ګډونوال کولای شي خپله ورځنۍ مطالعه ثبت کړي او د دوامدارې مطالعې په بدل کې مجازي سکې ترلاسه کړي. د پروګرام له مخې، د لږ تر لږه ۱۵ دقیقو مطالعې هره ورځنۍ ناسته ۲۰ مجازي سکې ورکوي

د ۱۰۰۰ مجازي سکرو ارزښت یو سنګاپوري ډالر ټاکل شوی دی. ګډونوال په ورځ کې یوازې د یوې مطالعې ناستې د ثبتولو اجازه لري، نو د ۱۰۰۰ سکو ترلاسه کولو لپاره ۵۰ ورځې د ۱۵ دقیقو مطالعې ثبتول اړین دي

دغه نوښت د خلکو د مطالعې د دوامدار عادت د رامنځته کولو ترڅنګ د چټکو او لنډو برېښنايي مطالبو پر ځای د کتابونو او ژورې مطالعې پر لور د خلکو د پام اړولو په موخه پیل شوی دی

د سنګاپور د ملي کتابتون د معلوماتو له مخې، د دې پروګرام موخه دا ده چې مطالعه د خلکو په ورځني ژوند کې په یوه دوامدار عادت بدله شي او د تمرکز، ژور فکر او د معلوماتو د درک وړتیا پیاوړې کړي

د سنګاپور د ۲۰۲۴ کال د مطالعې د عادتونو یوې څېړنې ښودلې چې ۸۹ سلنه لویان په اونۍ کې له یو ځل زیات څه لولي، خو یوازې ۲۸ سلنه یې کتابونه لولي؛ په دې توګه د نوي پروګرام تمرکز د کتاب لوستلو او ژورې مطالعې پر زیاتولو دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto