
سعودي عرب د افغانستان د اسلامي امارت او د پاکستان ترمنځ د لنډمهالي اوربند له اعلان وروسته، د دواړو هېوادونو د سولې هڅې ستایلې او د دوامدار ثبات ملاتړ یې څرګند کړی دی
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ریاض د هرې هغه هڅې ملاتړ کوي چې د سیمې امنیت، ثبات او د خلکو ارام ژوند ته لاره هواروي.
د اعلامیې له مخې، سعودي مشران باور لري چې د شخړو د پای ته رسېدو یوازینی حل د خبرو، متقابل درناوي او د ګاونډیتوب د اصولو په بنسټ دی
د یاد وزارت په وینا، د افغانانو او پاکستاني ولسونو ترمنځ تاریخي او مذهبي اړیکې باید د سیاسي شخړو قرباني نه شي، بلکې د سولې، پرمختګ او همکارۍ لامل وګرځي
شنونکي وایي، د سعودي دا دریځ کولای شي د سیمې د نورو اسلامي هېوادونو لپاره یو مهم پیغام ولري، چې د تاوتریخوالي پر ځای د تفاهم او همغږۍ لاره غوره کړي
د ریاض له لوري دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو ورځو کې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې وې، خو د لنډمهالي اوربند اعلان د سولې لپاره یو نوی امید رامنځته کړی دی
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
138
-
مقاله
42
-
سیاست
9
-
Uncategorized
6
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي