news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د کوچنیو څارويو طاعون؛ په افغانستان کې د ۲۱ میلیونو څارويو ژوند له جدي خطر سره مخ

د کوچنیو څارويو طاعون؛ په افغانستان کې د ۲۱ میلیونو څارويو ژوند له جدي خطر سره مخ

د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان (FAO) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د کوچنیو څارويو وژونکې ناروغي (PPR) د ۲۱ میلیونو څخه زیات وځي او بزونه په مستقیم ډول ګواښي. دا ناروغي که په وخت او پراخه توګه د واکسین له لارې کنټرول نه شي، د میلیونونو بزګرانو د ژوند او معیشت لپاره سختې ستونزې رامنځته کولی شي

FAO ټینګار کړی چې د «کوچنیو څارويو طاعون» د خپرېدو له امله نه یوازې د څارويو ژوند په خطر کې دی، بلکې د کلیوالو خلکو د اقتصادي ژوند او د هېواد د خوراکي امنیت لپاره هم لویه ننګونه رامنځته شوې ده. دغه ناروغي کولی شي ټوله ګله له منځه یوسي، په ځانګړې توګه هغه کورنۍ چې د خپلو څارويو پر عاید او د خوړو پر تامين تکیه لري

 د راپور په وینا، دا وبایي ناروغي د افغانستان د څارويو د تر ټولو ویجاړونکو ناروغیو له ډلې شمېرل کېږي. که د واکسین او محافظوي اقداماتو پراخ کمپاین ترسره نه شي، احتمالي پایلې به د اقتصادي او انساني بحران لامل شي. بزګران به خپل عاید له لاسه ورکړي او د کلیوالو سیمو خلک به د خوړو د کمښت سره مخ شي

 شنونکي وايي چې د عاجلې او پراخې واکسیني کمپاینونو پرته، دا وبایي ناروغي به نه یوازې د څارويو شمېر کم کړي، بلکې د کلیوالو د ژوند، اقتصاد او د ټول هېواد د خوراکي امنیت لپاره به هم ناورین رامنځته کړي. هغوی ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه باید د افغان بزګرانو او د څارويو د ساتنې لپاره ژر او مؤثره اقدام وکړي، څو د دې خطرناکې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی وشي او د کلیوالو ژوند خوندي پاتې شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto