د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، «ګوئو جیاکون»، ویلي چې بیجینګ د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښهوالي او د سیمې د سولې او ثبات د ټینګښت ملاتړ کوي
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، «ګوئو جیاکون»، ویلي چې بیجینګ د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښهوالي او د سیمې د سولې او ثبات د ټینګښت ملاتړ کوي
نوموړي د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل: "چین تل د اختلافونو د حل لپاره د خبرو او ډیپلوماسۍ لارې ته لومړیتوب ورکوي. موږ به د متقابل تفاهم، سیمهییزو همکاریو او دایمي ثبات د رامنځته کولو په برخه کې خپل رغنده رول ته دوام ورکړو
دغه څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د طالبانو او پاکستان اړیکې د وروستیو میاشتو په اوږدو کې ترینګلې شوې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو تړل، د سوداګرۍ خنډونه او د سرحدي سیمو ناامنۍ د اعتماد فضا زیانمنه کړې ده
چین، چې د سیمې یو مهم اقتصادي او سیاسي ځواک بلل کېږي، هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو فضا بېرته فعاله کړي او د سیمهییز ثبات لپاره ګډې هڅې پیاوړې کړي
شنونکي باور لري چې د چین منځګړیتوب کولای شي د دواړو هېوادونو اړیکو ته یو نوی فصل پرانیزي، د بېاعتمادي فضا راکم کړي او د ګډو اقتصادي پروژو، په ځانګړي ډول د "یو کمربند، یو لار" نوښت، د عملي کېدو لپاره زمینه برابره کړي
د دوی په وینا، که چین وکولای شي د اسلاماباد او کابل ترمنځ د تفاهم لپاره بریالۍ هڅې وکړي، نو دا به نه یوازې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښهوالي لامل شي، بلکې د ټولې سیمې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره به یو مهم ګام وي