پاکستان د افغانستان ۶۵ سلنه بازار له لاسه ورکړ

پاکستان د افغانستان ۶۵ سلنه بازار له لاسه ورکړ

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې د تورخم د بندر د یوې میاشتې تړل کېدو له امله، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري له درنو مالي زیانونو سره مخ شوې ده. د اټکل له مخې، یوازې په دې موده کې پاکستان نږدې ۴.۵ میلیارده ډالر او ۱۶.۵ میلیارده پاکستانۍ روپۍ زیان لیدلی دی

د راپورونو له مخې، له هغه وخت راهیسې چې امارت اسلامي په افغانستان کې واک ته رسېدلی، پاکستان د افغانستان شاوخوا ۶۵ سلنه سوداګریز بازار له لاسه ورکړی دی. دغه بازار اوس د سیمې نورو هېوادونو لکه ایران، د منځنۍ آسیا هېوادونو، ترکیې او هند ته اړول شوی دی

د سوداګرۍ شنونکي وایي، د تورخم د بندر پرله‌پسې تړل کېدل، د سوداګرۍ ناسم فضا، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې‌باورۍ زیاتوالی، د دې لامل شوی چې ډېری پانګه‌وال خپلې پانګې وباسي او د نوو بازارونو لور ته مخه کړي

د کوچنیو سوداګرو په وینا، د بندر اوږدمهاله تړل کېدل نه یوازې د هغوی عواید کم کړي، بلکې د سوداګرۍ پر اعتماد یې هم ژوره اغېزه کړې ده. د ډېرو کسانو لپاره، د تورخم مسیر اوس یو نامطمئنه لاره ګرځېدلې ده

کارپوهان خبرداری ورکوي، که پاکستان د افغانستان سره خپل سوداګریزې اړیکې بېرته نه پیاوړې کوي، نو دا به د هغه هېواد د صادراتو لپاره یو ستر او اوږدمهاله زیان وي. په مقابل کې، افغانستان هڅه کوي چې خپلې سوداګریزې اړیکې له سیمې نورو هېوادونو سره پراخې کړي او د یو‌ اړخیز اقتصاد پر ځای، یو متوازن او متنوع بازار رامنځته کړي

 دا تحول د سیمې د اقتصادي اړیکو په نقشه کې یو مهم بدلون ګڼل کېږي، چې ښيي افغانستان ورځ تر بلې د خپل اقتصاد د خپلواکۍ او د بدیلو سوداګریزو لارو په لټه کې دی

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto