news اخبار فوری
clock

د ازبکستان ولسمشر: د افغانستان پرمختګ د مرکزي آسیا د تل‌پاتې ثبات بنسټ دی

د ازبکستان ولسمشر: د افغانستان پرمختګ د مرکزي آسیا د تل‌پاتې ثبات بنسټ دی

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی چې افغانستان د مرکزي آسیا د امنیتي او اقتصادي راتلونکي یوه نه‌بېلېدونکې برخه ده، او د دې هېواد بیا رغونه د سیمې د ثبات کلیدي شرط ګڼل کېږي

ولسمشر میرضیایف په خپل نوټ کې لیکلي چې د سولې ټینګښت، اقتصادي همکاري او د سیمې د خلکو روښانه راتلونکی هغه وخت شونی دی چې افغانستان له کړاوونو ووځي او د پراختیا له بهیر سره یوځای شي. هغه زیاته کړې:افغانستان نه یو حاشیوي هېواد دی او نه هم د سیمې له بدني څخه جلا ټاپو؛ بلکې دا د مرکزي آسیا طبیعي او مهمه برخه ده. تر هغه چې د افغانستان ستونزې حل نشي، د سیمې امنیت، ثبات او پرمختګ هم نیمګړی پاتې کېږي

میرضیایف ټینګار کړی چې د سیمې هېوادونه باید د ګډو هڅو له لارې د افغانستان په اقتصادي احیا، سیمه‌ییزو پروژو، ترانزیټي دهلیزونو او د خلکو د ژوند په ښه‌والي کې فعاله ونډه واخلي

د ازبیکستان د ولسمشر دغه څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د سیمې هېوادونه د سوداګرۍ، ټرانزیټ او انرژۍ په برخو کې د نوو همکاریو په لټه کې دي، او افغانستان د دغو ستراتیژیکو لارو د نښلونکي په توګه ځانګړی اهمیت لري

شنونکي باور لري چې د افغانستان پرمختګ د ټوله مرکزي آسیا لپاره د متقابل باور، اقتصادي ودې او اوږدمهاله ثبات مهمه دروازه پرانیستلی شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto