news اخبار فوری
clock

له پاکستان او ایران د افغان کډوالو د شړلو نوې څپه؛ په یوه ورځ کې له ۱۱ زرو زیات کسان هېواد ته ستون شوي

له پاکستان او ایران د افغان کډوالو د شړلو نوې څپه؛ په یوه ورځ کې له ۱۱ زرو زیات کسان هېواد ته ستون شوي

د طالبانو د کډوالو چارو اداره وايي چې په یوازې یوه ورځ کې له پاکستانه ۱۰ زره او ۲۵۳ او له ایران څخه ۳۸۴ افغانان په جبري یا نیمه اختیاري ډول ایستل شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي

راستانه شوي کډوال د تورخم، سپین‌بولدک، بهرامچې، اسلام‌قلعه او د پل ابریشم له پولو هیواد ته داخل شوي دي؛ هغه سیمې چې دا مهال د ستنېدونکو د ګڼې ګوڼې، بې‌سازمانۍ او درنو ستونزو شاهدې دي

په داسې حال کې چې د اخراجونو لړۍ ورځ تر بلې تیزېږي، مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي چې د ژمي په نږدې کېدو سره د زرګونو بې‌سرو سامانیو کورنیو وضعیت د یوې بشري فاجعې بڼه خپلوي. ډېری ستنېدونکي خلک له هېڅ بنسټیزو وسایلو پرته را رسېږي – نه د اوسېدو خوندي ځای لري، نه د تودو جامو وس، او نه هم د خوړو کافي زیرمې

له بلې خوا، د طالبانو پر ادارې سختې نیوکې کېږي چې د افغان کډوالو د حقونو په خوندیتوب کې ناکامه پاتې شوې ده. د کډوالو د حقونو فعالان وایي چې د طالبانو د کمزوري دیپلوماسۍ او بې‌پلانې دریځ له امله ګاونډیان هره ورځ د افغانانو پر وړاندې سخت چلند ته زړه ور کېږي

کارپوهان ټینګار کوي چې که د نړیوالې ټولنې بېړنی ملاتړ او د کډوالو د حقونو د خوندي کولو واقعي اقدامات ونه شي، نو دا به د افغانستان پر ټولنیز، اقتصادي او بشري وضعیت خورا درانه او اوږدمهاله اغېزونه ولري

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto