دوغارون رسماً د ازادې سوداګرۍ او صنعت په ځانګړې سیمه بدل شو؛ کارپوهان یې د افغانستان لپاره مهم اقتصادي فرصت بولي
د ایران ختیځ ته نږدې د هرات په پوله پرته د دوغارون سرحدي سیمه رسماً د ازادې سوداګرۍ او صنعتي سیمې په توګه فعالیت پیل کړ. د تهران چارواکي دا ګام د سیمې د اقتصادي چارو د پیاوړتیا او د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان، سره د نوو سوداګریزو همکاریو لپاره یو ستر فرصت ګڼي
محمدعلي نبيپور، د خراسان رضوي ولایت سیاسي او ټولنیز مرستیال، د دې تاسیساتو د لیدنې پر مهال وویل چې دوغارون کولای شي د افغانستان او ایران ترمنځ د متقابلې سوداګرۍ او ترانزیټ لومړنی فعال مرکز وګرځي. د هغه په خبره، د دې سیمې فعالول به د صادراتو د پراختیا، ګمرکي ظرفیتونو د لوړولو او د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو کې بنسټیز رول ولوبوي
خو د سرحد د افغانستاني لوري وضعیت دومره هیلمن نه ښکاري. د هرات – اسلامقلعه په لوري د طالبانو تر ادارې لاندې بنسټونه د سوء مدیریت، د سوداګرۍ د نه ملاتړ، ناکافي اسانتیاوو او اداري ګډوډیو له امله له ګڼو خنډونو سره مخ دي. د اقتصادي چارو شنونکي خبرداری ورکوي چې که د افغانستان لوری همغږي او اساسي مدیریت پیاوړی نه کړي، نو د ازادې سوداګرۍ دا نوې سیمه به د افغانستان پر ځای د نورو ګاونډیانو په ګټه تمامه شي
د اقتصادي متخصصینو په باور، دوغارون د افغانستان د سوداګرو لپاره له مهمو فرصتونو ډک دی، خو تر هغو به د پام وړ ګټه ترلاسه نه شي تر څو چې د پولې افغان لوري خپلې ستونزې حل، اداري اسانتیاوې معیاري او د سوداګرۍ ملاتړ ستر ګامونه پورته نه کړي