د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د کولمبیا په اړه توندې څرګندونې کړي او دغه هېواد یې د نشهيي موادو د صنعتي کچې تولید په تور تورن کړی دی. ټرمپ د خپلو څرګندونو پر مهال ویلي چې که کولمبیا د مخدره موادو د تولید او قاچاق د بندولو لپاره جدي ګامونه پورته نه کړي، واشنګټن به د پوځي اقدام په ګډون هر ډول ممکنه قدمونه تر غور لاندې ونیسي
د ټرمپ خبرې د واشنګټن او بوګوټا ترمنځ اړیکې له نوې اندېښنې سره مخ کړې دي. کولمبیا، چې د نړۍ له سترو کوکاین تولیدوونکو هېوادونو ګڼل کېږي، تل ویلي چې د نشهيي موادو پر وړاندې مبارزه کې یې ستر قربانۍ ورکړې دي او نړیوالې همکارۍ ته ژمن دي
سیاسي شنونکي وایي چې د ټرمپ دا ګواښ د دواړو هېوادونو اړیکې لا خرابولی شي او کېدای شي د سیمې پر امنیتي وضعیت هم اغېز ولري
د کولمبیا چارواکو تر دې دمه د ټرمپ د څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1607
-
اخبار افغانستان
613
-
مقاله
262
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl